د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوبي کوریا کې د ۱۵۳ تنو مړینه؛ ولسمشر ملي ماتم اعلان کړ  


د سیول ښار د پیښې ځای

د جنوبي کوریا په پلازمینې سیول کې لږ تر لږه ۱۵۳ کسان هغه مهال تر پښو لاندې شول کله چې د ښار په یوه مصروف ګاونډ کې په زرګونو خلک د هالووین جشن نمانځلو لپاره راټول شوي وو.

د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول، ددې پېښې له کبله ملي ماتم اعلان کړ، چې اکثر قربانیان یې د ۲۰ کلونو ترمنځ ځوانان دي. هغه وويل: "يوه تراژيدي او ناورين رامنځته شو چې بايد نه واى پیښ شوى."

پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د مقاماتو د اټکل له مخې د شنبې په شپه شاوخوا ۱۰۰زره کسان د سیول په مشهوره ایتیاون سیمه کې د هالووین جشن نمانځلو لپاره راټول شوي وو.

د سیول د بیړنیو خدماتو د ادارې مشر چوی سیونګ بیوم وویل چې په دې پیښه کې ۱۳۳ تنه نور ټپیان شوي هم دي چې د هغه په وینا د ۱۹ ټپیانو حالت نازک دی.

د جنوبي کوریا د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په قربانیانو کې د امریکا، ازبکستان، اتریش، ناروې، ویتنام، قزاقستان، ایران او سریلانکا د اتباعو په ګډون شل تنه بهرنيان هم شامل دي.

د روسیې حکومت اعلان کړی چې درې روسي اتباع هم په دې پېښه کې وژل شوي دي. چین هم په دغه پیښه کې د دغه هیواد د څلورو اتباعو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د جنوبي کوریا ولسمشر په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي دي چې په دې اړه به په ټول هیواد کې تحقیقات وشي او په راتلونکي کې د دا ډول پیښو د مخنیوي لپاره به اساسي اقدامات وشي.

د سيول ښاروال او سي هون، چې اروپا ته په سوداګريز سفر تللی و، له دغې پېښې وروسته بېرته خپل هېواد ته راستون شو. هغه وویل، «زیاتره قربانیان ځوانان دي».

له دغې پېښې وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل چې امریکا د سویلي کوریا تر څنګ ولاړه ده او د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا وویل چې هغه د دغې تراژیدۍ له امله "سخت ټکان لیدلی او ژور غمجن" دی.

عيني شاهدان وايي، خلک په يو تنګ سړک کې بند پاتې وو او په داسې حال کې چې د پېښې له ځايه د وتلو هڅه یې کوله، پر يو بل ولوېدل او ګڼ شمېر يې تر پښو لاندې شول او ساه یې ورکړه.

چارواکو ویلي دي چې تر اوسه څرګنده نه ده چې دا پیښه څنګه رامنځته شوه.

د سویلي کوریا د پلازمینې په دې مشهور ګاونډ کې د هالووین جشن په تیرو دوه کلونو کې د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له امله نه و نمانځل شوی او د ځایي خلکو په وینا سږکال په دې جشن کې د ځوانانو راټولیدل بې ساري وو.

XS
SM
MD
LG