د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې جګړه؛ 'تیره مۍ میاشت کې ۲۸۰ ملکي وګړي وژل شوي'


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، تیره مۍ میاشت په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي او جګړو له امله ۲۸۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ نن چهارشنبه جون دوهمه (غبرګولې ۱۲) رسنیو ته په لېږلي غږیږ پیغام کې ویلي چې په وژل شویو کسانو کې ۱۰۹ تنه ماشومان هم شامل دي.

نوموړي زیاته کړې: "زموږ باور دادی چې دغه (ارقام) زیات دي. ۶۳۴ ملکي وګړي ټپيان شوي هم دی."

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند ویلي چې د افغانستان حکومت او طالبان باید مذاکرات خپل لومړیتوب کړي او په وینا یې د تلپاتې اوربند ټینګېدل د افغانستان د خلکو د اساسي غوښتونو څخه ده.

یاد کمېسیون یو ځل بیا د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې په افغانستان کې د جګړې ختمېدو او د افغانانو د بشري حقوقو د ملاتړ په برخه کې خپل «حقوقي او اخلاقي« مسؤلیت ادا کړي.

کمېسیون د اندېښنې په ښودلو ویلي چې د جګړې او تاوتریخوالي اصلي قربانیان ملکیان دي.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي په تازه پېښه کې تیره ورځ په کابل ښار کې په دوو کاسټر موټرو کې د چاودنو له امله ۱۰ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۲ نور ټپيان شول.

د دې ترڅنګ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا (یوناما) هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او په دغه هیواد کې د ژر تر ژره تاوتریخوالي کمېدو، د سولې خبرو کې په پرمختګ او د ملکي وګړو پر خوندیتوب باندې ټینګار کړی دی.

یوناما ویلي تیره ورځ ویلي چې ملکي وګړو ته زیاته مرګ ژوبله د ملي اردو او طالبانو ترمنځ نښتو، د افغانستان د ملي اردو لخوا هوايي بریدونو او د وسله والو مخالفینو لخوا چاودېدونکو موادو له امله اوښتې ده.

یوناما له ښکېلو لورو څخه په جګړې کې د ملکي وګړو خودیتوب ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

په افغانستان د اوربند پر ټینګېدو او تاوتریخوالي پای ته رسېدو پر داسې مهال ټینګار کیږي چې ټاکل شوې په نژدې راتلوونکي بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

XS
SM
MD
LG