د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: په اوکراین کې په سلګونو پوځي اهداف وویشتل شول 


روسیې نن د اپریل په ۱۸مه (وري ۲۹) وویل چې ځواکونو یې تیره شپه په اوکراین کې په سلګونو پوځي هدفونه په نښه کړي او ددې هیواد د سوق او ادارې مرکزونه یې له هوا څخه په توغول شویو راکټونو له منځه وړي دي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د روسیې هوایي ځواک تیره شپه د اوکرایني ځواکونو د ټولیدو ۱۰۸ محلونه او ددې هیواد توپخانې د اوکراین ۳۱۵ پوځي مورچلې په نښه کړي دي.

د اوکراین د لفیف ښار مقامات وایي د روسیې په یو راکټي برید کې اوه تنه وژل شوي دي. دغه ښار چې د بهرنیو هیوادونو یو شمیر سفارتونه ورانتقال شوي تر ډیره د روسیې د هوایي بریدونو څخه په امن کې و.

د روسیې د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په خارکیف، زاپوریژیا، دونتڅک او دیناپروپیترویسک سیمو کې د اوکراین لږ تر لږه ۱۶ پوځي مرکزونه ړنګ شوي دي.

دغه وزارت همداشان ویلي چې دٔ دونباس سیمې باندې یرغل ته یې پداسې حال کې بیا پام کړی چې د پلازمینې کیف په ګډون په نورو هدفونو باندې له لرې واټن څخه بریدونه یې هم پیل کړي دي.

دا پداسې حال کې دي چې مسکو هڅه کوي د ماریوپول ښار بشپړه کنترول ترلاسه کړي؛ هغه ښار چې د څو اونیو راهیسې یې محاصره کړی دی.

دا ښار پدې دلیل چې د اوکرایني جلاغوښتونکو سیمې د روسیې تر کنترول لاندې کریمیه جزیرې سره وصل کوي د مسکو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

اوکرایني مقاماتو تائید کړي چې د روسیې بریدونو په لفیف ښار کې پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.

د لفیف ښاروال اندری سادوفیا، ویلي چې ددغو بریدونو په ترڅ کې اوه تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. هغه همداشان ویلي چې دغو بریدونو د یو هوټل ښیښې ماتې کړي چې کورني بیځایه شوي خلک په کې اوسیږي.

دا پداسې حال کې دي چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي تیره ورځ د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون، څخه وغوښتل چې د روسیې د ظلمونو د شواهدو د لیدلو لپاره د کیف ښار لیدنه وکړي.

سره له دې چې امریکا او یو شمیر نورو لویدیځو هیوادونو په اوکراین کې د روسیې ظلمونه "نسل وژنه" ګڼلې ده، د فرانسې ولسمشر ددغه اصطلاح له کارولو څخه ډډه کړې ده.

روسیه د ملکي وګړو په نښه کول او هغه څه ردوي چې اوکراین هغه د روسي ځواکونو د ظلمونو شواهد ګڼلي دي. مسکو وایي اوکراین دا کار پدې خاطر کوي چې د سولې مذاکرات کمزوري کړي.

پر اوکراین باندې د روسیې د فبرورۍ د میاشتې د ۲۴ پوځي یرغل راهیسې تر اوسه په اوکراین کې د ملکیانو په ګډون په زرګونو کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي او په میلیونو نور ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شوي

XS
SM
MD
LG