د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې د زیږون پر مهال د ميندو او ماشومانو مړینه کمه شوی


د هلمند د عامي‌روغتيا رياست مسؤلين وايي چې په هلمند ولایت کې د عامې روغتيا وزارت او یو شمیر مرستندویه ټولنو په هڅو پدې ولایت کې د زیږون پر وخت د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه شوې ده.

د عامې روغتيا وزارت یوه سروی ښیي چې په افغانستان کې د هر سل زره ميندو څخه ۱۶۰۰ یې د ماشوم د زيږولو پر وخت ژوند له لاسه ورکوي.

د هلمند ولايت په بُست مرکزي روغتون کې په ٢٠١٨ کال کې نږدې ۱۵۰۰۰ ماشومان زيږيدلي دي چې د تیرو کلونو په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښیي، خو ورسره یې د مرګونو کچه هم لوړه شوې ده او په تير کال کې ۱۱۳۹ ماشومان مړه شوي دي. ددې روغتون د مسؤلینو په وینا خو بیا هم د تيرو کلونو په پرتله په عمومي توگه د مور او ماشوم د مرګونو کچه په سلو کې ١٠ راټيټه شوې ده.

د هلمند د بست روغتون د میندو او ماشومانو واټ
د هلمند د بست روغتون د میندو او ماشومانو واټ

د بُست روغتون آمر احمد ضياء حيات وایي د ميندو او ماشومانود مړيني سبب فقر، پر خپل سر درملنه، صحي معلوماتو ته نه لاسرسی او د صحي مرکزونو څخه د خلکو ليرې والی دی.

اوس مهال د هلمند په ۱۴ ولسوالیو کې ۷۸ کلينکونه فعال دي چې ډيره برخه یې ميندو او ماشومانو ته ځانګړې شوې ده.

د بُست روغتون د ميندو او ماشومانو واټ ته اکثره د جګړه ځپلو سيمو ښځې راځي. دغه ناروغان د صحي مرکزونو د ليري والي‌ او جګړې له امله له ستونزو سره مخ دي، ځکه هغه لارې چې د جګړې له کرښې تيري شوي، ډير کله داسي‌ پيښ شوي چې ناروغانو پر همدې لارو د ځنډ له کبله خپل ژوند بایللی دی.

د هلمند د عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالاحد حازم وايي يوازې بُست روغتون ټولو ناروغانو ته رسيدګي نشي کولای او تر ډيره د بې پولو ډاکټرانو په مرسته ناروغانو ته صحي خدمات وړاندې کړي دي.

ډاکتر حازم زياتوي چې په مرکز لښکرګاه کې د مور او ماشوم په نوم ځانګړی ۵۰ بستريز روغتون جوړ شوی او ډير ژر به فعال شي او د زیږیدونو اړوند ناروغیو په تداوی کې به ښه رول ولوبوي.

دم ګړی په هلمند کې د بُست دولتي روغتون سربيره ۷۸ کلينکونه فعاليت لري چې د هلمند دوه نيم ميليونه خلکو ته صحي خدمات وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG