د لاس رسي وړ اتصالات

په دمشق کې د موټر بم یوې چاودنې ٢٠ تنه وژلې


دمشق

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت وایي جې په دمشق کې د موټر بم په چاودنه کې ٢٠ تنه وژل شوي او په لسگونو زخميان شویدي.

د یکشنبې ورځ ( جولایي ٢) د اختر د رخصتیو نه وروسته لومړۍ ورځ وه چې خلک د کارونو لپاره د کوره د باندې راوتلې و.

د دمشق امنیتي چارواکي وايي چې حمله کونکو د چاودیدونکو موادو نه ډکې درې موټرې په دې هدف دغه سیمې ته دننه راوستلې وی چې گڼ شمیر ملکیان ووژني ، یو موټر بم وچاودیده او شل تنه یې ووژل. امنیتي ځواکونه بیا په دی کې کامیابه شو چې دوه موټرې تباه کړي.

چارواکي وایي چې حمله کونکو کوښښ کاوه چې هغې سیمې ته ځانونه ورسوي چې زیاته گڼه گوڼه پکې وي خو هغوې په دغه کې ناکامه شو.

تر اوسه پورې د دغو حملو مسولیت چا په غاړه ندی اخیستې.

د یادونې وړ ده چې په دمشق کې د مارچ په میاشتې کې په دوو ځانمرگه حملو کې په لسگونو تنه ووژل شول چې د یوې مسولیت د اسلامي دولت او د بلې مسولیت د تحریرالاسلام ډلې په غاړه واخیسته.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د ملگرو ملتونو عمومي منشي او د ملگرو ملتونو د شورا مشر ته په یو لیک کې لیکلي چې په دغه چاودنه کې شل تنه وژل شوې او په لسگونو نور زخمیان دي.

د موټر بم دغه چاودنه د باب توما په ښار کې شویده.

XS
SM
MD
LG