د لاس رسي وړ اتصالات

محب: که بهرنیان وځي او موږ سولې ته نه رسیږو،‌ دکورنۍ جګړې خطر شته


محب: د سولې ټینګېدو پرته په دغه هیواد کې د کورنۍ جګړې پېښېدو اندېښنې شته
محب: د سولې ټینګېدو پرته په دغه هیواد کې د کورنۍ جګړې پېښېدو اندېښنې شته

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، که چیري د سولې له ټینګېدو پرته بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي دغه هیواد به په کورنیو جګړو کې ښکېل شي.

نیویاک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د امریکايي د استخباراتي ادارې ځینو چارواکو ویلي که امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي وسله وال طالبان به د یاد هیواد پر زیاتو سیمو کنټرول ټینګ کړي.

خو حمدالله محب نن شنبه مارچ ۲۷(وري ۷) یادو څرګندونو په ځواب کې وویل چې د سولې ټینګېدو پرته په دغه هیواد کې د کورنۍ جګړې پېښېدو اندېښنې شته.

هغه زیاته کړه: "که چیري نړیوال ځواکونه وځي او موږ سولې ته ونه رسیږو، د دې خطر شته چې موږ کورنۍ جګړې ته وګرځو. که چیري طالبان دې تمې ته ناست وي چې، که خدای مه کړه دلته جنجال جوړیږي او واک ته رسیږي اشتباه کوي. هیڅ څوک د طالبانو د راتګ غوښتونکي نه دي."

خو نوموړي وویل چې دفاع او کورنیو چارو وزاتونو د ورته وضعیت د مخنیوي لپاره چمتووالی پيل کړی دی: "که چیري زموږ په سیستم کې کمزورتیاوي، د هغه تشو پر ډکولو موږ کار کړی دی."

د دفاع وزارت سرپرست جنرال محمد یاسین ضیاء هم یاد خبري کنفرانس ته وویل چې افغان ځواکونه له هیواد څخه دفاع ته چمتو دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د امریکا استخباراتي ادارې د جو بایډن ادارې ته ویلي که امریکايي ځواکونه د ښکېلو اړخونو ترمنځ د واک تر شریکولو وروسته له افغانستان څخه ووځي طالبان به د جګړې له لارې د یاد هیواد پر زیاتو سیمو کنټرول ټینګ کړي چې په وینا یې دې سره به القاعده شبکې ته هم په دغه هیواد کې د فعالیت زمینه برابره شي.

ټاکل شوې امریکايي ځواکونه د امریکا او طالبانو د دوحې د توافق په اساس تر راتلوونکې مۍ میاشتې له افغانستان څخه ووځي.

خو د بایډن په مشرۍ د امریکا نوي حکومت ویلي چې اوس مهال د امریکا او طالبانو د دوحې هوکړه ارزوي.

تر دې مخکې د امریکا د نوی حکومت مشر جو بایډن ویلي چې تر مۍ میاشتې به له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو ایستل ستونزمن وي.

خو وسله والو طالبانو بیا پر ټاکلي وخت له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر ایستلو ټينګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG