د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان څځه د سرتیرو د ایستلو په اړه د امریکا د کانګرس غړي څه وایي


د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د ایستلو د ضرب الاجل په رانژدې کیدو سره د امریکا د کانګرس غړي وایي پدې وخت کې زمونږ وتل "منطقي" ندي.

د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو خونې د پوځي خدمتونو د کمیټې رئیس ادم سمت، وایي د جمهور رئیس جو بایډن اداره پداسې حال کې هڅه کوي چې د می د میاشتې د لومړۍ نیټې د ضرب الاجل وروسته امریکایي سرتیري په افغانستان کې وساتي چې د داعش ډلې په وړاندې د ترهګرۍ ضد قواو د ساتلو لپاره د طالبانو سره د موافقې په لټه کې دی.

د امریکا-طالبانو د موافقې له مخې باید له افغانستان څخه ټول امریکایي ځواکونه د ۲۰۲۱کال د می د میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې ووځي.

ښاغلي سمیت ویلي دي چې هغه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د ملي امنیت د سلاکار جیک سولیوان او د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آستن، سره خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه: "فکر کوم دا عمومي احساس شته چې د می میاشتې لومړۍ نیټه ډیر ژر ده. مونږ نژدې ۳۵۰۰او زمونږ متحدین شاوخوا ۷۰۰۰سرتیري په افغانستان کې لري او د لوژستیکي پلوه هم تاسې نشئ کولای څه دپاسه ۱۰۰۰۰سرتیري په شپږو اونیو کې وباسئ."

ښاغلي سمیت وویل چې د امریکا د دولت "لومړنی کار" دا دی چې د طالبانو سره خبرې وکړي چې د امریکا تر مشرۍ لاندې ځواکونو ته د یو څه زیات وخت لپاره اجازه ورکړل شي.

پدې ترڅ کې د امریکا د استازو مجلس غړي ادم کینزینګر،امریکاغږ سره په مرکه کې وویل: "زه فکر کوم چې هیڅ ډول سو تفاهم باید موجود نه وي چې متحده ایالات او ناټو نه غواړي تل په افغانستان کې پاته شي. خو مونږ همداشان نیت نلرو چې دا ځای خوشې کړو او د سپتمبر د ۱۱د بریدونو دمخه حالت په څیر د هغې د متلاشي کیدو سبب شو."

له دې دمخه د امریکا جمهور رئیس جو بایډن هم ویلي وو چې د افغانستان څخه د می د میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې د امریکایي سرتیرو ایستل ښایي "مشکل" وي.

ددغو څرګندونو وروسته طالبانو خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شتون دوام به ناوړه پایلې ولري.

ښاغلي کینزینګر وویل چې طالبانو د سولې په موافقې کې پر خپلو ژمنو عمل ندی کړی او د افغانستان پر دولت او پوځ باندې یې خپل بریدونه جاري ساتلي دي.

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې ټولو ته خطر متوجه دی، په څرګنده ډول هغو امریکایانو ته چې هلته پاته کیږي. هغوی ښایي د ترهګرو او طالبانو هدف شي. خو فکر کوم چې د افغانستان د سقوط واقعي خطر هم شته. فکر کوم چې د څو لسیزو هغو لاسته راوړنو د لاسه ورکولو خطر هم شته چې افغانانو، امریکایانو او د ناټو غړو یې د ترلاسه کولو هڅې کړې دي. "

پدې ترڅ کې د امریکا د سنا غړې جین شاهین، د امریکا غږ ته وویل چې باید طالبانو ته څرګنده وي چې مونږ هغه ځای تر هغه وخت پورې نه خوشې کوو تر څو د دوحې د موافقې ژمنې نه وي ترسره شوي.

هغه وایي د امریکایي او ناټو ځواکونو وتل باید د شرایطو پورې مربوط وي.

د القاعده شبکې په ګډون د ترهګرو ډلو سره د اړیکو غوڅول، د تالوتریخوالي راکمول او د سولې په بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون د متحده ایالاتو سره ددې ډلې د موافقې د اساسي ژمنو څخه دي چې د تیر کال د فبرورۍ په ۲۹په دوحه کې لاس لیک شوې.

میرمن شاهین وویل: "د دوحې په موافقه کې درج شوي چې د القاعده سره د طالبانو اړیکه باید قطع شي.، خو داسې ندي شوي. نو پدې خاطر مونږ باید دا موضوع واضح کړو چې مونږ هغه ځای نه پریږدو، تر هغه چې شرایط نه وي ښه شوي."

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد دفاع لپاره لازم مهارتونه او وړتیاوې تر لاسه کړي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب، وایي دغه هیواد د طالبانو د تاوتریخوالي، یاغیګرۍ او مخدره توکیو په وړاندې د مبارزې لپاره د امریکایي ځواکونو فزیکي شتون ته اړتیا نلري، بلکه ددې هیواد مالي مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG