د لاس رسي وړ اتصالات

ضمیر کابلوف امریکا ته: د می تر اولې د افغانستان نه ځواکونه وباسئ


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د امریکا له متحده ایالاتو وغوښتل چې د دوحې د تړون په اساس خپل ځواکونه د می د میاشتې تر لومړۍ نیټې له افغانستان څخه وباسي.

ضمیر کابلوف، نن د مارچ په ۲۴ (وري ۴) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د مسکو د کنفرانس نتیجې د رضایت وړ وې او د افغانستان د سولې بهیر یې تازه کړی دی.

ښاغلي کابلوف له واشنګټن څخه وغوښتل چې د امریکا-طالبانو په موافقه کې چې د پخواني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر وخت لاس لیک شوې، د ټاکل شوي ضرب الاجل پر اساس امریکايي او ناټو ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې د افغانستان څخه د می د میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې د امریکایي ځواکونو ایستل ښایي "مشکل" وي.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ آستن، هم کابل ته د تیرې اونۍ د سفر په ترڅ کې وویل چې د ښاغلي بایډن اداره په افغانستان کې د خپلې اوږدې جګړې د "مسوولانهه پای ته رسولو" هڅه کوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې تر اوسه د متحده ایالاتو جمهور رئیس په افغانستان کې د ځواکونو د پاته کیدو او یا ایستلو په اړه تصمیم ندی نیولی.

پدې ترڅ کې د ناټو سازمان عمومي منشي ینس ستولتنبرګ پرون وویل چې ددې سازمان له شریکانو سره په افغانستان کې د پاته کیدو او یا وتلو په اړه مشورې او بحث کوي.

دغه څرګندونې پداسې حال کې کیږي چې د دوحې د موافقې په اساس له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو نیټې ته څه کم شپږ اونۍ پاته دي او د طالبانو ډلې ویلي دي چې که د می تر لومړۍ نیټې پورې امریکایي ځواکونه د افغانستان څخه ونه وځي د عواقبو مسولیت به یې د امریکا په غاړه وي.

د افغانستان حکومت وایي دغه هیواد د طالبانو د تاوتریخوالي، یاغیګرۍ او مخدره توکیو په وړاندې د مبارزې لپاره د امریکایي ځواکونو فزیکي شتون ته اړتیا نلري، بلکه ددې هیواد مالي مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب، پرون په واشنګټن ډي سي کې میشت هاډسن انستیتوت سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد دفاع لپاره لازم مهارتونه او وړتیاوې تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG