د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال مشرف به 'د غدارۍ په تور خامخا' محاکمه کیږي


په پرویز مشرف په ٢٠١۴ کال کې د پاکستان سره د غدارۍ قضیه شویده
په پرویز مشرف په ٢٠١۴ کال کې د پاکستان سره د غدارۍ قضیه شویده

د پاکستان قاضي القضا اصف کهوسه وایي چې د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر پرویز مشرف به خامخا محاکمه کیږی.

د پاکستان سترې محکمې د مشرف د هغه ضد د قضیې د ځنډولو خواست رد کړیدی او وایي چې که مشرف محاکمه نه شو نو دا معنی به ولري چې ځینې کسان د قانون نه زیات قدرتمند دي.

ښاغلي اصف کهوسه وویل چې که مشرف محکمې ته نه شي تللی نو په سکایپ دې خپل بیان محکمې ته ورکړي.

د پاکستان د سترې محکمې یو درې کسیزه هیت د مشرف خلاف د غدارۍ د قضیې جریان واوریده او د هغې نه وروسته یې امر وکړ چې مشرف دې محکمې ته حاضر شي او که نه شي کولی نو خپل بیان دې د سکایپ د لارې ثبت کړي.

د پاکستان سترې محکمې وویل چې مشرف ته چې کله محکمې ته د حاضریدو امر وشي نو هغه روغتون ته لاړ شي. محکمې وویل چې نور باید دغه ډول چلند ونه شي ځکه محکمه د قانون په اساس دا واک لري چې د قضیې د بشپړیدو امر وکړي.

اصف کهوسه وویل چې د مشرف ضد قضیې سره چې په کوم ډول معامله شویده نو په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د نواز شریف حکومت په ٢٠١۴ کال کې د مشرف خلاف د غدارۍ قضیه شروع کړیده خو په پاکستان کې د پوځ د قدرت له کبله د پخواني پوځي ولسمشر ضد د دغې قضیې جریان ځنډیږي.

مشرف د قضیې نه وروسته د علاج لپاره دوبۍ کې ژوند کوي او وایي چې د خراب صحت له کبله دا نه شي کولی شي چې پاکستان ته ورشي.

XS
SM
MD
LG