د لاس رسي وړ اتصالات

ایلن مسک د ایکس له ټولو کاروونکو د میاشتني فیس اخیستلو وړاندیز کړی


ایلن مسک په اکتوبر کې د ټویټر له پیرلو راهیسې د شبکې د نوم بدلولو په شمول ګڼ بدلونونه عملي کړي دي.
ایلن مسک په اکتوبر کې د ټویټر له پیرلو راهیسې د شبکې د نوم بدلولو په شمول ګڼ بدلونونه عملي کړي دي.

د ټویټر (ایکس) ټولنیزې شبکې مالک ایلن مسک وړاندیز کړی چې له دې وروسته به ددغې شبکې له ټولو کاروونکو میاشتنی فیس واخلي.

په تیر اکتوبر کې د ټویټر له پیرلو وروسته مسک د شبکې د نوم بدلولو په شمول په ټویټر کې ګڼ بدلونونه عملي کړي، خو له ټولو کاروونکو د فیس اخیستل به په دغه شبکه کې تر دې دمه تر ټولو لوی بدلون وي.

مسک د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۱۸ (وږي ۲۷) د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په کتنه کې وویل چې د یوې کوچنۍ میاشتنۍ تادیې معرفي کول به په شبکه کې د زیات شمېر جعلي حسابونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

مسک ټویټر په ۴۴ میلیارد ډالر اخیستی دی خو نوموړي اعتراف کړی چې د شبکې ارزښت یې وروسته له هغه راټیټ شو کله چې هغه خپل کاري ځواک له لاسه ورکړ او له ټوټیر څخه منع شويو د ښي اړخې توطیو نظریه لرونکو ته یې اجازه ورکړه چې سایټ ته بیرته راستانه شي، چې په نتیجه کې په ټویټر کې سوداګریز اعلانونه کم شول.

د مسک وروستي وړاندیز د ټویټر د کاروونکو او څېړونکو تر منځ دا اندېښنه پارولې چې له ټولو کاروونکو د فیس غوښتنه ښايي په ټویټر کې اعلانات نور هم کم کړي او ددغه شبکې د له منځه تللو لامل شي.

مسک په جولای کې ومنله چې ټویټر د اعلاناتو نیمايي عاید له لاسه ورکړی خو وروسته یې ادعا وکړه چې زیاتره مشتریان یې بیرته راستانه شوي دي.

جعلي حسابونه (باټونه) چې د انسانانو پر ځای د کمپیوټر په مرسته اداره کیږي، په ټویټر کې عام دي چې د سیاسي پیغامونو خپرولو او نژادي کرکې د پراخولو لپاره هم استعمالیږي.

نتنیاهو له مسک څخه وپوښتل چې څنګه کولای شي په ټویټر (ایکس) کې د باټونو له خوا د یهودانو ضد احساساتو له پارولو مخنیوی وکړي.

مسک په ځواب کې وویل چې شبکه "د ایکس د کارولو لپاره د کوچني میاشتني فیس اخیستلو په لور ځي... دا یوازینۍ لار ده چې زه یې په اړه فکر کولی شم چې د باټونو له لوی لښکر سره مبارزه وکړي."

د مسک ددې وړاندیز په خلاف د ایکس شبکې کاروونکو غبرګون ښودلی او په زرګونو انتقادي پیغامونه یې خپاره کړي دي.

د جیسي ټي په نوم یو کاروونکي مسک ته په خطاب کې لیکلي: "دا یوه ریښتینې او په زړه پورې شبکه وه خو له هغه وخته چې تا یې واک واخیست، ریښتینې او په زړه پورې نده."

د "ایپس سوداګرۍ" په نوم شرکت د سوداګرۍ رئیس جیمز کوپر فرانس پرس ته وویل چې د ایکس له لورې له ټولو کاروونکو د فیس غوښتنه به په عامو خلکو کې د شبکې شهرت ته زیان ورسوي، او ښايي کاروونکي او اعلانات دواړه له لاسه ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG