د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو تر ۲۰۲۴ کال پورې افغان پوځ سره د کال ۵ میلیارد ډالر مرسته کوي


ناټو تر ۲۰۲۴ کال پورې افغان ځواکونو سره د کال ۵ میلیارد ډالر مرسته کوي
ناټو تر ۲۰۲۴ کال پورې افغان ځواکونو سره د کال ۵ میلیارد ډالر مرسته کوي

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، چې ناټو تر ۲۰۲۴ کاله پورې هرکال له افغان ځواکونو سره د ۵ میلیارډ ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د یکشنبې په ورځ (غبرګولي ۱۹) امریکا غږ ته وویل، ناټو له دې مخکې هم له افغان ځواکونو سره هرکال له ۲.۵ څخه تر ۵ میلیارډ ډالرو پورې مرسته کوله او دا لړۍ به تر راتلونکو نورو پنځو کلونو پورې دوام وکړي.

هغه زیاته کړه: "دا په مختلفو برخو کې لګېږي، یوه برخه یې د امنیتي ځواکونو معاشونو ته ځانګړې شوې ده او بله برخه یې مهمات او تجهیزاتو باندې لګول کیږي".

دا پرېکړه د ناټو غړو هیوادونو تیره اونۍ په بروکسل کې کړې ده.

د مالیې وزارت ویاند دغه راز وویل، افغان دولت د ناټو له چارواکو سره ژمنه کړې چې د امکان په صورت کې به د افغان نظامیانو د مصارفو کچه راټیټه کړي او د افغانستان حکومت به هم د دغو ځواکونو په تمویلولو کې ونډه واخلي.

ښاغلي مسجدي وویل:"زموږ دا ونډه باید له یو کال څخه بل کال ته زیاته شي، تر هغه وخته چې د ناټو ژمنې له موږ سره شته، موږ یو داسې پړاو ته ورسیږو چې خپل ځواکونه په‌خپله تمویل کړو".

د ناټو چارواکو ویلي، چې له افغان ځواکونو سره د دغه سازمان مالي مرستې، په افغانستان کې د سولې له ټينګېدو سره مرسته کولی شي.

XS
SM
MD
LG