د پاکستان پخوانی صدراعظم چې د فساد په تور زنداني شوی، د خراب روغتیایي وضعیت له کبله روغتون ته لیږدول شوی دی.
ډاکټران وايي چې د ښاغلي شریف صحت ښه نه دی. هغه د اوس لپاره د نامعلومې مودې لپاره له زندان څخه په ضمانت پرېښودل شوی او د لاهور په ښار کې په یو روغتون کې بستر دی.
د نواز شریف شخصي ډاکټر عدنان خان د سه شنبې په ورځ (اکتوبر۲۹) په خپل ټویټر کې ولیکل: "پخوانی صدراعظم ډېر ناروغ دی او د ژوندي پاتې کېدو او ښه کېدو لپاره مبارزه کوي."
پر هغه د زړه کوچنۍ حمله هم راغلې وه او پر دې سربېره ډاکټران وايي چې د هغه د وینو د اجزاو یو جز کم شوی چې له کبله یې د ګردو/تشو فعالیت هم خراب شوی دی.
ډاکټر عدنان وایي چې د ښاغلي شریف د وینې د فشار او شکر اندازه هم زیاته شوې چې د هغه روغتیا یې نوره هم خرابه کړې ده.
نواز شریف چې یو مهال د پاکستان صدراعظم و، د فساد په تور زنداني شوی دی. د عمران خان په دوره کې د ښاغلي شریف نوم په فساد د ککړو او تورنو کسانو د لست په سر کې دی.
محکمې هغه ته امر کړی دی چې د اوس لپاره دې له پاکستان څخه نه وځي. د فرانسې خبري اژانس وايي چې نواز شریف ۶۹ کلن دی او محکمې په ۲۰۱۷ کې په هغه باندې د هر ډول سیاسي فعالیت بندیز ولګوه.
ښاغلی شریف د پاکستان پوځ تورنوي چې د هغه پر ضد یې دسیسه جوړه کړې ده.
د پاکستان صدراعظم عمران خان په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د فساد ضد کلکې مبارزې ژمنه کړې وه او واک ته له رسېدو وروسته د ښاغلي شریف په ګډون یې د مخکني حکومت ځیني لوړ پوړي چارواکي محاکمه او زنداني کړل.
عمران خان د پاکستان د اقتصاد د خرابېدو لوی علت په هغه هېواد کې شته فساد بولي، خو مخالفان یې تور لګوي چې عمران خان د پوځ په زور واک ته ورسېده او اوس خپل سیاسي مخالفان له صحنې څخه لېرې کوي.