په افغانستان کې د هالنډي ځواکونو د یو هوايي برید د قربانیانو مدافع وکیلان وايي چې دغو ځواکونو د ولسي خلکو ژوند ته هېڅ پام نه دی کړی.
د هالنډ ځواکونو په ۲۰۰۷ کې په افغانستان کې په ولسي خلکو هوايي برید کړی و.
له برید وروسته د وژل شویو افغانانو کورنیو په دغو ځواکونو باندې په محکمې کې عریضه وکړه او هغوی یې په جنګي جنایت تورن کړل.
په برید کې د پنځو وژل شویو افغانانو کورنیو د هالنډي ځواکونو په ضد په محکمه کې عریضه کړې وه.
د محکمې په لومړۍ غونډه کې مدافع وکیلانو وویل چې د هالنډ ځواکونو په هوايي برید کې د ولسيافغانانو او نظامي هدفونو ترمنځ هېڅ توپیر نه دی کړی.
رویټرز اژانس وايي یو مدافع وکیل وویل: «دا برید ښکاره کوي چې د یو افغان ژوند موږ ته هېڅ ارزښت نلري.»
د هالنډ ځواکونو د ناټو په چوکاټ کې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ د افغانستان په ارزګان ولایت کې ماموریت لره.
د ۲۰۰۷ د جون په میاشت کې وسله والو طالبان د ارزګان د «چوره» په دره کې پر هالنډي ځواکونو برید وکړ او بیا سخته جګړه وشوه.
د هالنډ د دفاع وزارت هغه مهال ویلي وو چې په دغې جګړې کې چې څو ورځې روانه وه، شاوخوا ۲۵۰ تنه وژل شوي دي.
په جګړې کې د هالنډ یو سرتېری او د ۵۰ او ۸۰ ترمنځ ولسي افغانان وژل شويوو.