د لاس رسي وړ اتصالات

د اقلیم بدلون؛ یو شمېر ماشومان په سوري زړه نړۍ ته راځي


د اقلیم بدلون امیندوارې میندې له خطر سره مخ کوي او د یوې نوې څیړنې د پایلو په بنسټ په راتلونکې کې کیدای شي زیات ماشومان د قلبي ولادي نواقصو لکه د زړه سوري سره وزیږیږي.

پدغه نوې څیړنه کې شاملو څیړونکو شاو لین او وانگجیان ژانگ، د رویترز اژانس ته ویلي چې د امیندوارۍ په لومړیو پړاونو کې په ځانگړې توگه د ٣ نه تر ٨ اونیو پورې چې د زړه د ودې لپاره مهمې دي، که امیندواره ښځه له ډیرې گرمې هوا سره په تماس کې وي زیات امکان شته چې د زړه په ناروغۍ اخته ماشوم وزیږوي.

د نړیوالو سازمانونو د شمیرو له مخې هر کال شاوخوا ١،٣٥ میلیون ماشومان د زړه په ناروغۍ اخته دنیا ته راځي، یعنی په هرو ١٠٠٠ ژوندیو زیږیدونکو کې د شاوخوا نهو ماشومانو زړه سوري وي.

د امریکا د متحده ایالاتو د امراضو د کنترول مرکز رپوټ ورکړی چې یواځې په امریکا کې هر کال ۴٠ زره نوي زیږیدلي ماشومان د قلبي ولادي ستونزو سره دنیا ته راځي.

دغه نوې څیړنه چې د امریکا د قلبي امراضو د ټولنې په ژورنال کې خپره شوی ښیي چې په راتلونکو لسیزو کې به په امریکا کې د هغو ماشومانو شمیر زیات شي چې د زړه له نېان سره زیږي.

څیړنکو د اقلیم د بدلون په هکله د امریکا د فضایي څیړنو د ملي ادارې یا ناسا او د امریکا د فضایي څیړنو د انستیتوت د اطلاعاتو په بنسټ ویلي چې ددغه زیاتوالي دلیل د اقلیم د بدلون په وجه له گرمې هوا سره د امیندواره میرمنو مخامخ کیدل دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ماشومانو یو ډاکتر دیان اتکینس، که څه هم چې دغه موندنې یو آټکل گڼي د رویترز اژانس په ځواب کې په یو ایمل کې لیکلي بهتره ده چې ښځې د امیندوارې پر وخت په ځانگړې توگه په لومړنیو اونیو کې له گرمې هوا نه ځان وساتي.

دغه نوې څیړنه چې د خپل ډول لومړنۍ دا ډول څېړنه بلل کیږي، د پوهانو او طب ډاکترانو په اند د اقلیم د تودویدو او د قلب د ولادي نقصان ترمنځ د اړیکو پراخو څیړنو لپاره لار پرانیزې او یوه ښه بېلګه کېدی شي.

XS
SM
MD
LG