د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کروناویروس د پیښو شمیر نژدې ۳۱ زرو ته ورسید


د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې ۲۰۰۴ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي
د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې ۲۰۰۴ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد هیواد کې د کرونا ویروس ۳۵۱ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۳۴ تنه نور مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن یکشنبه جون ۲۸ (چنګاښ۸) ویلي چې د تېرې ورځې راپدېخوا د کرونا ویروس د ۷۰۱ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې۳۵۱ یې مثب او پاتې منفي ثابت شوي.

د یاد وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۰۹۶۷ تنو ته لوړ شو.

د روغتیا وزارت په وینا په تیره یوه ورځ کې ۲۰۰۴ تنه د کروناویروس له ناروغۍ نه بیرته روغ شوي چې پدې سره د ټولو بیرته جوړ شویو کسانو شمېر ۱۲۵۸۸ تنو ته ورسېد.

د یادو کسانو لویه برخه چې ۱۸۸۵ تنه کیږي یوازې په کابل ولایت کې بیرته جوړ شوي دي.

له یادو پېښو څخه۲۲۰ په کابل، ۲۴ هرات، ۱ کندهار، ۵ ننګرهار، ۱۲تخار، ۱۱بغلان، ۷ لوګر،۱۱ بادغیس، ۱۷کندز، ۲ پروان، ۳ میدان وردګ، ۱۵بدخشان، ۱۰دایکندي، ۷ کاپیسا، ۱ پنجشنیر او ۵ په زابل ولایت کې ثبت شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې اوو ولایتونو کابل، کندهار، تخار، لوګر،بادغیس، میدان وردګ او کاپیسا کې د کرونا ویروس له امله ۳۴ تنه مړه شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د ټولو مړوو شوو کسانو شمېر۷۳۷ تنو ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن یکشنبې تر غرمې جون ۲۸(چنګاښ۸) پورې په نړۍ کې ۴۹۸۹۰۷تنه د یادو ویروس له امله مړه شوي او نژدې لس میلیونه نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG