د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۵۴۶۳ تنو ته ورسېد


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۷۴ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي دي.

دغه وزارت نن یکشنبه جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۹) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۶۳۳ مشکوکو سمپلونو معاینات تر سره شوي چې ۱۷۴ یې مثبت ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۵۴۶۳ تنو ته ورسېد.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس له دغو پېښو څخه ۶۶ په کابل، ۲۷ هرات، ۲ کندهار، ۳ پکتیا، ۶ تخار، ۲۰ بامیان، ۴ ننګرهار، ۲ بغلان، ۲۲ بادغیس، ۵ کندز، ۷ بدخشان، ۳ پروان، ۱ میدان وردګ، ۱ هلمند، ۴ غور او یوه هم په ارزګان ولایت کې ثبت شوې ده.

د افغانستان روغتیا وزارت همدارنګه ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په شپږو ولایتونو کابل، هرات، کندز، بلخ، تخار او کاپیسا کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنه مړه شوي دي.په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۱۸۱ تنو ته پورته شوو.

همدارنګه په تیره یوه شپه او ورځ کې ۳۶۱ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۳۶۴۱ تنو ته پورته شوو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې پیدا شوو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن یکشنبې تر غرمې جولای ۱۹(چنګاښ۲۹) پورې په نړۍ کله د کرونا ویروس له امله څه باندې ۶۰۲زره تنه مړه شوي او څه باندې ۱۴ میلیونه نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG