د لاس رسي وړ اتصالات

"ماغزه په شپه کې" کله چې بیدیږو، ټول بدن مو ویده نه وي


کله چې انسان بیدیږي، د ماغزو ټولې څانگې یې یو شان عمل نه کوي. د عصب پیژوندونکو په وینا د دماع یو شمیر برخې د خوب پر وخت په بشپړه توگه فعالې وې او پوره عادي چلند کوي. د مثال په توگه کیدای شي یو سړی بیده وي، خو همدې حال کې ښایي له ځایه پورته او د یو کار لپاره روان شي.

د لندن د روغتون د اختلالاتو د څانگې مسؤل او د عصبي علومو څیړونکی گای لشزنیر، وایي حتمي نده داسې وانگیرو چې گواکې یو سړی ویښ وي هغه دې حتمي بیداره وي. د هغه په وینا خوب یو ولاړ حالت ندی بلکه د خوب پر وخت ماغزو مختلف فعالیتونه کولی شي.

ښاغلی لشزنیر د خوب په ستونزو د اخته ناروغانو د درملنې تجربې لکه بې خوبي، په خوب کې ساه لنډی، د شپې ویره، د خوب سخته حمله، په خوب کې گرځیدل، په خوب کې خواړه او په خوب کې د جنسي اړیکو ترسره کول، د "ماغزه په شپه کې" په نامه کتاب کې راټولې کړې دي.

ډاکټر لشزنیر وایي د خوب په ستونزو اخته یو شمیر کسان نیمه شپه له ځایه پورته کیږي او پداسې حال کې چې بیده دي په موټر چلولو پیل کوي چې کیدای دا ډول حالت ناوړه پیښې رامنځ ته کړي.

هغه وایي د خوب په وخت د ماغزو مخکنۍ برخه چې فکر کول، پروگرام جوړول یا د شخص عادي کړنې اداره کؤي، په ژور خوب بیدیږي، خو د ماغزو نورې برخې په ځانگړې توگه هغه برخې چې د احساساتو او عواطفو د کنترول مسؤلیت لري بیداره پاته کیږي.

د خوب پر وخت د هوایي تیوبونو او تنفسي لارې بندیدل په خوب کې د ساه ایستلو د بندیدو سبب کیږي. کله ناکله د خوب د تنفسي تیوب عضلې شخیږي او ددې سبب کیږي چې چې دغه تیوب نرم او قات شي.

هر څومره چې دغه تیوب قات شي په هماغه اندازه به د ساه ایستلو بندیدل سخت وي.

کله کله په خوب کې د ساه ایستلو بندیدل دومره سخت او پرله پسې وي چې یو شخص په لسگونو ځلې له خوبه بیداروي. دا وضعیت په بدن کې د اکسیجن د کمیدو سبب کیږي او په پایله کې یې د زړه ضربان زیاتیږي. دغه وضعیت ماغزه بیداره کیدلو ته مجبوروي.

په خوب کې د ساه بندیدل په اوږدمهال کې ناوړه روغتیایي پایلې لري او د زړه، رگونو، سکته کولو او د رواني سلامتیا په شان جدي ستنونزې رامنځ ته کولای شي. یو شمیر نویو څیړنو ښودلي چې په خوب کې د ساه بندیدل حتی کولای شي په اوږدمهال کې د عقل د زوال سبب شي.

ډاکتر گای لشزنیر وایي په اوسني عصر کې د خوب د گډوډیدو یوه عمده وسیله د تلیفون، کمپیوتر او لب ټاپ په څیر د ځیرکو وسایلو سره دوامداره تماس دی.

هغه وایي د خوب د ستونزو د مخنیوي او یا د هغې د راکمولو لپاره ښه داده چې خلک ددغو وسایلو سره خپل تماس راکم کړي او پر ځای یې د کتاب لوستلو ته مخه کړي.

XS
SM
MD
LG