د لاس رسي وړ اتصالات

د ٢٠٢٠ اسکار جایزو نوماندان؛ جوکر په ١١ برخو کې په نوماندۍ مخکښ دی


د جوکر فلم
د جوکر فلم

د امریکا د متحده ایالاتو د علومو او سینمایي هنرونو اکاډمۍ د ٢٠٢٠ کال اسکار جایزې ته د نوماندانو نومونه اعلان کړل.

د ډرامې یا داستاني فلمونو په کتگورۍ کې "جوکر" په ١١ برخو کې په نوماند کیدو سره داسې بریښي چې د اسکار په سږني جشن کې به ښه وبریښي.

ټاکل شوې چې د اسکار د جایزو ٩٢ جشن د ٢٠٢٠ کال د فبرورۍ میاشتې په نهمه په کالیفورنیا کې جوړ شي.

د کونتین تارانتینو "یو وخت په هالیووډ کې" فلم، د مارتین اسکورسیزي د "ایرلنډی سړی" فلم او د سم مندس د "١٩٧٧" فلم هر یو یې په ١٠ مختلفو برخو کې اسکار ته نوماند کیدو سره د کال د ښه فلمونو په ډله کې دي.

د گریتا گرویگ د "کوچنیو ښځو" په نامه فلم هم د اسکار جایزې ته نوماند دی چې د مخکې ذکر شویو څلورو فلمونو سره سیالي کوي.

سږکال هم د تیر کال په شان د ډایرکټرۍ په برخه کې د اسکار جایزې ته کومه ښځه نده نومول شوی. پدې برخه کې مارتین اسکورسیزي د "ایرلنډي سړي"، کونتین تارانتینو د "یو وخت په هالیووډ کې"، بونگ جون هو د "طفیلي"، سم مندس د "١٩٧٧" او تاد فیلیپس د "جوکر"، فلمونو د ډایرکټرۍ پر سر سره سیالي کوي.

سږکال په زړه پورې داده چې د لومړي ځل لپاره د جنوبي کوریا یو فلم د کال د غوره فلم په برخه کې او همداشان د غوره بهرني فلم په برخه کې اسکار ته کاندید دی.

د نارینه لوبغاړو (هنرمندانو) څخه په "جوکر" فلم کې واکین فینیکس، "د واده کیسه" فلم کې ادم ډرایور، د "یو وخت په هالیووډ کې" فلم نه لیوناردو دی کاپریو، د "درد او پرتمن" فلم نه انتونیو باندراس او د "دوه پاپ یا Two Pope" فلم نه جاناتن پرایس د غوره هنرمند اسکار جایزې په سر سیالي کوي.

همداشان برد پیت په "یو وخت په هالیووډ کې" فلم کې د رول په خاطر په دوهم رول کې د غوره نارینه لوبغاړې اسکار ته کاندید دی. ښاغلی پیت په گولډن گلوب هم په دوهم رول کې د غوره نارینه لوبغاړي جایزه خپله کړه.

د ښځینه هنرمندانو له ډلې نه په "جودي" فلم کې ریني زلویگر، "بامشل" فلم نه شارلیز تیرون، د "واده کیسه" فلم نه اسکارلت جوهانسن، د "کوچنیو ښځو" له فلم نه ساویرسي رونان او "هریت" فلم نه سینتیا اریوو، په لومړي رول کې د غوره ښځینه لوبغاړو اسکار جایزې ته کاندیدې دي.

همداشان میرمن جوهانسون په دوهم رول کې د اسکایزې ته کاندیده ده.

XS
SM
MD
LG