د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا د جنوبي کوریا مشر ته د سفر بلنه ورکړه


 د شمالي کوریا د مشر خور کیم جانګ اون د فیبرورۍ په ١٠د حنوبي کوریا ولسمشر مون جائه ته د خپل ورور لیک وسپاره
د شمالي کوریا د مشر خور کیم جانګ اون د فیبرورۍ په ١٠د حنوبي کوریا ولسمشر مون جائه ته د خپل ورور لیک وسپاره

د جنوبي کوریا چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې د شمالي کوریا ستر مشر کیم جونګ اون پخپله د جنوبي کوریا مشر مون جائه ته بلنه ورکړې چې هیواد ته سفر وکړي.

د شمالي کوریا د مشر خور کیم یو جونګ د شنبې په ورځ په سیول کې د جمهوري ریاست په ماڼې کې د جنوبي کوریا مشر ته د خپل ورور یو شخصي پیغام ورساوه چې له هغه سره په شمالي کوریا کې وګوري.

د یوې لسیزې په موده کې به دا لومړی ځل وي چې د دواړو هیوادونو مشران له یو بل سره مخامخ ګوري.

دغه لیدنه به د ښاغلي مون لپاره یو بری وي چې له خپلو شمالي ګاونډیو سره د سوله ئیزو ارتباطاتو د ساتلو لپاره هڅه کوي.

خو دغه خبر ښايي په واشنګټن ښه اغیزه ونلري. د ټرمپ اداره اندیښنه لري چې شمالي کوریا، د امریکا او جنوبي کوریا ترمنځ د درز د اچولو هڅه کوي.

دغه خبر په داسې حال کې خپریږي چې ملګري ملتونه د شمالي کوریا په ګوښه شوی رژیم باندې خپل فشار ته دوام ورکوي څو د خپل اټومي وسلو او توغندیو د پروګرام له امله ورته جزا ورکړي.

دا معلومه نه ده چې دغه سفر به کله ترسره شي، خو د احتمال په اړه یې د مون اداره نښې نښانې څرګندوي.

XS
SM
MD
LG