د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین کې د دوو وژل شویو بریټانوي مرستندویانو مړي ترلاسه شول


خلک د دوو وژل شویو بریټانوي مرستندویانو اجسادو ته درناوی کوي
خلک د دوو وژل شویو بریټانوي مرستندویانو اجسادو ته درناوی کوي

کیف کې چارواکو د شنبې په ورځ فبروري ۴ (سلواغې ۱۵) وویل د هغو دوو بریتانوي مدد رسونکو مړي ترلاسه شول چې د سختو جګړو له سیمو څخه د خلکو د ایستلو لپاره اوکراین ته تللي وو.

چارواکو په کیف کې ویلي چې ددغو دوه بریټانویانو مړي د بندیانو د تبادلې په ترځ کې ترلاسه شوي دي.

۲۸ کلن کریس پاري او ۴۷ کلن انډرو بګشا چې په داوطلبه توګه د اوکراین د دونڅک سیمې په سولیډر سیمې کې یې کار کاوه هغه مهال ووژل شول چې د راپورونو له مخې یو راکټ د هغوی په موټر ولګید.

ددغو دوو کسانو مړي د اوکراین او روسیې ترمنځ د بندیانو د تبادلې په ترځ کې چې روسیې د اوکراین ۱۱۶ او اوکراین د روسیې ۶۳ بندیان آزاد کړل، سپارل شوي دي.

د اوکراین د جمهور رئیس د دفتر رئیس انډرې یرماک وژل شوي کسان بریټانویان بللي او وایي "موږ وکړای شول د وژل شویو بهرنیو رضاکارانو اجساد راستانه کړو."

بګشا چې د ژینټیک په برخه کې علمي څیړونکی وو د تیر کال د اپریل میاشتې راهیسې یې په اوکراین کې په رضاکاره توګه خیریه کارونه ترسره کول. ټاکل شوېده د هغه جسد نوي زیلانډ ته چیرې چې کورنۍ یې اوسیږي، واستول شي.

د پاري کورنۍ ویلي چې هغه تر دې مخکې د سافټ ویر د انجینییر په توګه کار کاوه.

ددغو دوو بریټانویانو د برخلیک په اړه وروسته له هغه اندیښنې زیاتې شوې چې د واګنر په نامه د روسیې د خصوصي نظامي ډلې مشر د جنوري په ۱۱ نیټه وویل چې د یو لادرکه شوي کس مړی په سولیډر سیمې کې موندل شوی دی.

دغې خصوصي نظامي ډلې له روسیې ځواکونو سره مرسته وکړه چې د اوکراین د دونڅک سیمې سولیډر سیمه له اوکرایني ځواکونو ونیسي.

د واګنر ډلې مشر هم په انلاین شکل د دوو پاسپورتونو عکسونه خپاره کړل چې ویل کیدل د دغو دوو بریټانوي مدد رسونکي دي.

دغه اجساد په داسې حال کې موندل کیږي چې اوکرایني چارواکو ویلي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین پر جنوبي، شمالي او ختیځو برخو د روسي ځواکونو په بریدونو کې حد اقل درې ملکي کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG