د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو اف پي: مرستو ته اړ دوه میلیون افغانان له لست څخه وباسو، یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو


.
.

افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام دفتر(WFP) وايي، چې د بودیجې د سخت کمښت سره مخ دی، چې له امله یې د هغو افغانانو شمیر نور هم کموي، چې مخکې یې ورسره مرستې کولې.

د خوړو نړیوال پروګرام د سه شنبې په ورځ سپټمبر پنځم ( وږي ۱۴) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، چې ددې وروسته به دا پروګرام هره میاشت یوازې درې میلیون مرستو ته اړو افغانانو سره مرستې وکړای شي.

ډبلیو ایف پي ویلي: "په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP ) اړ دی چې د سپتمبر میاشت کې دوه میلیونه نور له لوږې سره مخ خلک د خوراکي توکو له مرستو څخه کم کړي، دغه شمٻره د هغو خلکو شمٻر چې سږ کال د خوړو نړیوال پروګرام له ملاتړ څخه بې برخې کٻږي ۱۰ میلیونو کسانو ته رسوي. د بودیجې د خورا کمښت له امله په راتلونکي کې به د خوړو نړیوال پروګرام وکولای شي چې د میاشتې یوازې درې میلیون کسانو ته بیړنۍ مرستې ورسوي."

ددې دمخه د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و، چې د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې د ۱۵ میلیون کسانو له ډلې، چې د لوږې سره مخ دي یوازې د پنځو میلیون سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړای شي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشرې میرمن شا وې لي په دې اړه وویل: "د لوږې او خوارځواکۍ د اندٻښنې وړ کچې په جریان کې، موږ مکلف یو چې د وږیو او هغوی چې د لوږې له امله یې ژوند ته ګواښ پېښ دي، تر منځ یو انتخاب کړو."

میرمن لي زیاته کړه: " د یو څو سرچینو سره چې موږ ته را پاتې دي، مونږ نشو کولای چې ټولو هغو کسانو ته ورسېږو چې د بشپړې بې وزلۍ په څنډه کې قرار لري."

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د خوراکي توکو په مرستو کې دغه کمښت په دي معنی دی چې ۱،۴ میلیونه نوې میندې او د هغوی ماشومان به نور ونشي کولای چې د خوارځواکۍ د مخنیوي په موخه ځانګړي خواړه ترلاسه کړي.

د ډبلیو ایف پي انګیرنه داده چې په راتلونکو میاشتو کې به د تغذیې په مرکزونو کې د ماشومانو بستر کېدو کې چټک زیاتوالی راشي ځکه چې ماشومان په ژوره توګه لوږې ته د لوٻدو په حال کې دي.

خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره، دا پروګرام یو میلیارد امریکایي ډالرو ته اړتیا لري ترڅو وکولای شي چې پلان شویو ۲۱ میلیونو کسانو ته د ژوند ژغورونکي د خوراکي توکو او تغذیې مرستې ورسوي او ھم د ژوندانه له فعالیتونو ملاتړ وکړي.

د خوړو د نړیوال پروګرام دغه اعلامیه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ عمومي اسمبلۍ د ۷۸ غونډې څخه مخکې خپرٻږي، چیرته چې د نړۍ مشران سره راټولٻږي ترڅو د نړۍ په کچه د لوږې په ګډون پر اساسي ننګونو بحث وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام نږدې خپل نیم فعالیتونه، د خوراکي توکو، نغدو پیسو او تغذیوي مرستو اندازه لا له وړاندې په افغانستان کې کمه کړې او یا به یې په نږدې راتلونکې کې کمه کړي.

د بودیجې د کمښت په اړه د خوړو د نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د یو ملیارد ډالرو د اړتیا یادونه په داسې حال کې کړې، چې افغانستان لپاره د ملګروملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" ویلي چې په راروان ژمي کې مرستو ته اړو افغانانو سره د مرستو لپاره ۵۷۰.۷ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر "اوچا د راپور له مخې ددغو پیسو شاوخوا ۵۵۸.۴ میلیونه ډالر به د ژمي د موسم د چمتوالي د پروګرامونو په برخو کې په ځانګړي ډول د سرپناه د جوړولو، ګرمو جامو او کمپلو ته ځانګړي شي.

ددغې ادارې شمیرې ښيي، چې ۱۲۵ ولسوالۍ په لوړه کچه لومړیتوب کې دي او ۲۷۶ نورې ولسوالۍ د منځنۍ کچې لومړیتوب لرونکو ولسوالیو په توګه پیژندل شوي دي.

د اوچا د معلوماتو له مخې په دغو سیمو کې هر ډول بشري فعالیت ترسره کول د څو اړخیزو زیانونو د مخنیوي سره مرسته کوي.

د اوچا د شمیرنو له مخې افغانستان کې په روان کال کې ۲۹.۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ددې ډلې ۲۱.۳ میلیونه کسان د مرستو په پروګرام کې شامل شوي دي.

همداشان د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، چې په روان کال کې افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ۳.۲۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده، چې د اګست د روانې میاشتې پورې یوازې یو میلیارد ډالر ورته نړیوالې ټولنې برابر کړي دي او ۲.۴۳ میلیونو ډالرو ته لا هم اړتیا شته دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG