د لاس رسي وړ اتصالات

د ناروې د کډوالو شورا: طالبان دې له موقتي کمپونو د داخلي بېځایه شوو کسانو ایستل بند کړي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې په افغانستان کې له موقتي کمپونو څخه دی د داخلي بېځایه شوو کسانو د ایستلو بهیر تر هغه وخت پوري بند کړي، تر څو د هغوی لپاره مناسب بدیل ځای نوي پیدا شوی.

دغه مرستندویه موسسې د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لېندۍ ۲۴) په یوې اعلامیې کې ویلي چې طالبانو په سړه هوا کې د بادغیس له موقتي کمپ څخه ۲۰ زره داخلي بېځایه شوي کډوال ایستلي دي.

په افغانستان کې د دغه بنسټ مسؤل نیل ترنر ویلي چې له موقتي کمپونو څخه د ایستلو شوو کډوالو له ډلې زیات شمېر یې د خپلو ماشومانو لپاره کافي خواړه نلري او نه هم په دغه سړه هوا کې د خپلو بچیانو د ګرمولو امکانات لري.

ترنر ټینګار کړی دی: "راتلوونکي ایستل باید بند شي تر څو چې د طالبانو چارواکي د نړیوالو او بشردوستانه ټولنو په ملاتړ، د بېځایه شوو او زیانمن شوو کسانو لپاره اوږد مهالې حل لارې پيدا کړي."

ښاغلي ترنر ویلي چې په بادغیس کې د طالبانو چارواکي باید پوه شي چې هغوی د خلکو په وړاندې مسؤلیت لري او لازمه ده چې دا ډاډ تر لاسه کړي چې کورنۍ تر هر ډول ایستلو مخکې، سرپناه لري او کولای شي له خپل ځان څخه ملاتړ وکړي.

د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې د طالبانو چارواکو تر نړیوالو قوانینو لاندې له هغه جملې په زور سره د کډوالو ایستلو په برخه کې د خپلو ژمنو په تر سره کېدو مکلف دي.

د ناروې د کډوالو شورا د اټکل له مخې، اوس مهال شاوخوا دوه میلیونه داخلي بېځایه شوي کسان د افغانستان په تقریباً ۳۰ ولایتونو کې په څه باندې زر غیر رسمي کمپونو کې ژوند کوي چې معمولاً په بدو شرایطو کې دي او زیات شمېر یې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې جګړه او پرله پسې وچکالي په دغه هیواد کې د داخلي بېځایه کېدو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کیږي.په بادغیس ولایت کې هم زرګونه کورنۍ مجبوره شوي چې خپلې اصلي سیمي پریږدي او د بشري مرستو لپاره د قلعه نو ښار په څنډو کې د خپل ځان لپاره لنډ مهاله کمپونه جوړ کړي.

د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې د بادغیس چارواکو ټينګار کړی دی چې دغه کډوال دي خپلو اصلي سیمو ته ولاړ شي او کمپونه یې دې ټول شي.خو یاد بنسټ ویلي چې دغه بېځایه شوي کسان پخپلو اصلي سیمو کې د اوسېدو لپاره د سرپناه مناسب ځایونه نلري او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

وروسته تر هغه چې طالبانو به بادغیس ولایت کې زرګونه بېځایه شوي کسان له کمپونو څخه په ایستلو مجبور کړل، د ناروې د کډوالو شورا له هغوی سره د مرستې په هدف بېړني پروګرامونه رامنځته کړل.

شورا ویلي چې په دغه بېړني پروګرام کې د نغدي مرستو وېشل او د ژوند کوو اړین توکي برابرول شامل دي.

XS
SM
MD
LG