د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالۍ نړیوال سازمان: تېرو لسو کلونو کې افغانستان کې نژدې شپږ میلیون خلک بې ځایه شوي


داخلي بې ځایه شوي افغانان
داخلي بې ځایه شوي افغانان

د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل یو تازه راپور کې په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو، راستانه شویو، افغانانو د اړتیاو، اسیب پذیرۍ او نورو اړوندو مسایلو په اړه تازه ارقام خپاره کړي دي.

د بې ځایه شویو د شمېرو د تعقیب ادارې (DTM) د ارقامو په اساس، د ۲۰۱۲ څخه نیولې د ۲۰۲۲ د مۍ تر میاشت پورې څه باندې ۵.۸ میلیون افغانان په هیواد کې دننه بې ځایه شوي دي. راپور وايي چې په دغې ډلې کې یې ۱.۸ میلیون خلک مجبور شوي دي چې خپلې سیمې او خپل کورونه پرېږدي.

په دغه راپور کې همدغه راز ویل شوي دي چې له ۲۰۱۲ راپدیخوا څه باندې ۱۰ میلیون هغه خلک چې مخکې بې ځایه شوي وو، بېرته خپلو سیمو، کلیو او بانډو ته ستانه شوي دي. په دغې ډلې کې ۴.۶ میلیون یې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ څخه نیولې د ۲۰۲۲ تر اپریل پورې خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې تر ۵.۶ میلیون ډېر خلکو له افغانستان څخه د باندې مهاجرت کړی دی او همدومره نور کسان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ ترمنځ مودې کې د نورو ولایتونو په پرتله د افغانستان لسو ولایتونو ته ډېر داخلي بېځایه شوي ورغلي دي. د کابل ولایت ته ۳۴۶۴۶۸زره خلک ورغلي او ځای په ځای شوي دي. کندهار او بلخ دوه نور هغه ولایتونه دي چې په کې د داخلي بې ځایه شویو شمېر تر نورو زیات دی او په ترتیب سره ۱۷۷۰۷۸زره او ۱۴۷۵۰۸زره خلک په کې ځای په ځای شوي دي.

هلمند ته هم د دغه راپور په اساس ۱۲۱۴۴۶ داخلي بېځایه شوي ورغلي دي. هرات ته ۱۱۸۱۸۹، کندز ته ۸۸۶۴۴، زابل ته ۶۲۳۶۱، ننګرهار ته۵۶۲۱۶، تخار ته ۴۹۹۳۵ او بادغیس ته ۴۹۶۵۸ داخلي بې ځایه شوي ورغلي او ځای په ځای شوي دي.

د دغې ادارې د ارقامو په اساس په یادې شوې مودې کې سلګونه زره داخلي بې ځایه شوي بېرته خپلو مینو او سیمو هم ستانه شوي دي. د کندز ولایت ته (۵۵۹۹۹۹)، کندهار ته (۴۴۶۵۰۳)، ننګرهار ته (۳۸۰۲۳۶)، بغلان ته (۳۲۴۲۶۷)، هلمند ته (۲۸۶۷۱۶)، جوزجان ته (۲۸۰۰۰۳)، بلخ ته (۲۵۷۸۶۰)، تخار ته (۲۳۴۱۲۴)، فاریاب ته (۲۰۸۷۸۹) او د کاپیسا ولایت ته(۱۶۰۶۸۱) داخلي بې ځایه شوي بېرته ستانه شوي دي.

د (DTM) د ارزیابۍ په اساس، دوی په دې اړه له څه باندې ۸۶زره کسانو سره مرکې او خبرې اترې کړي دي. د دوی په راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۲۲ د اپریل تر میاشتې پورې یې د افغانستان ۳۴ ولایتونه، ۴۰۱ ولسوالۍ او د مېشتېدو ۱۴۱۰۷ ځایونه لیدلي او ارزولي دي او د کلیو او بانډو له ۸۶۲۱۰ استازو او مهمو کسانو سره یې د داخلي بې ځایه شویو په اړه مرکې کړي دي.

راپور وايي په بېځایه شویو کورنیو کې دوه-درېیمه برخه يې د خریدارۍ توان او یو-څلورمه برخه یې ضروري غذايي مواد نلري. همدغه راز ویل شوي دي چې په افغانستان کې تر نیمایي ډېرې کورنۍ د ګټې وټې هېڅ منبع نلري.

د شمېرو له مخې، ۶۹ په سلو کې کورنۍ د ابتدايي ضروري غذا د اخیستلو توان نلري، ۱۶ په سلو کې کورنۍ د ورځې یو ځلې او یا تر هغه کم خوراک کوي، ۵۵ سلنه کورنۍ د ګټې وټې سرچېنه نلري او څه باندې ۲.۸ میلیون کورنۍ پوروړي دي.

د داخلي بې ځایه شویو کورنیو د کډوالۍ لوی علتونه، دوامداره جګړې، خشونت، بشري حقونو ته نه درناوی، د ځان ساتلو اندېښنې، طبیعي پېښې او د انسان په لاس رامنځ ته شوی ناورین بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG