د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې په زرګونو افغانان د اخراج کېدو له خطر سره مخامخ دي


څارونکي وايي د ترکیې په توقیف ځایونو کې افغانان اړ ایستل کیږي چې د اخراج کېدو اسناد لاسلیک کړي.
څارونکي وايي د ترکیې په توقیف ځایونو کې افغانان اړ ایستل کیږي چې د اخراج کېدو اسناد لاسلیک کړي.

د تېر کال په اګست کې، په افغانستان کې د طالبانو له حاکمېدو وروسته، په زرګونو افغانانو ترکیې ته پناه وړې ده. ددغو افغانانو اکثریت اوس اندېښمن دي چې ترکیه یې بیرته افغانستان ته استوي.

محمد بابی د هغو زرګونو افغانانو له جملې څخه دی چې د ۲۰۱۹ کال راهیسې د کار روزګار او ښه ژوند په لټه کې ترکیې ته قاچاقي تللي دي. هغه د ایران له لارې ترکیې ته داخلی شوی دی. ډیری خلک اروپا ته د رسېدو په تکل کې له دغې لارې تیریږي.

محمد بابی وايي هڅه یې کوله جرمني ته ولاړ شي خو و نه توانېد او په ترکیې کې پاتې شو.

هغه دا درې کاله کیږي د ترکیې د ختیځ په یوه کوچني کلي کې اوسیږي او د څارویو په یوه فارم کې کار کوي. که څه هم معاش یې لږ دی، خو په افغانستان کې خپلې کورنۍ ته یو څه پیسې لیږي.

بابی وايي وېره لري چې بیرته به افغانستان ته واستول شي. هغه د نیول کېدو له ویرې، وايي له کوم ضروري کار پرته ښار ته نه ځي: "که کوم مهم کار ولرم، ځم، عاجل یې خلاصوم او بېرته کلي ته راستنېږم. هلته ډېر نه تم کیږم".

که څه هم په ترکیه کې دا وخت نږدې څلور میلیونه اکثریت د سوریې کډوال مېشت دي، خو په رسمي ډول د ترکیې حکومت یوازې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو کډوال مني. انقره بې اسناده افغانانو ته د قانوني مهاجرو په سترګه نه ګوري او هغوی له ترکیې څخه د اخراج له خطر سره مخامخ دي.

د جنوري په میاشت کې د ترکیې او افغانستان تر منځ د پروازونو د بیرته پیلېدلو راهیسې، ویل کیږي چې ترکیې د افغانانو د اخراج چاره ګړندۍ کړې ده. د ترکیې په رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۱ زره افغانان له ترکیې څخه ایستل شوي دي. بابی وايي، د هغه ګڼ شمېر ملګري هم اخراج شوي دي.

څارونکي وايي، ترکیې ځینې افغانان د هغوی له خوښې پرته، افغانستان ته ستانه کړي دي او داسې کسان هم پکې شامل دي چې مخکې د طالبانو له خوا په نښي شوي دي.

د ایزمیر د وکیلانو د اتحادیې غړې ایسي کایماک وايي: "داسې شکایتونه تر لاسه شوي چې په توقیف ځایونو کې افغانان اړ ایستل شوي چې د اخراج کېدو اسناد لاسلیک کړي. موږ دغو توقیف ځایونو ته ورغلو، له بهرنیانو سره مو مرکې وکړې او دا رښتیا دي".

په ترکیه کې راتلونکی کال د جمهوري ریاست او پارلماني ټاکنې کیږي. د کډوالو اخراج په راروانو ټاکنو کې یوه مهمه سیاسي مسئله ګڼل کیږي.

د حکومت مخالفو سیاسي ډلو پتېیلې ده چې څلور میلیونه کډوال به له ترکیې وباسي. په دې کې ۳.۷میلیونه د سوریې هغه وګړي هم شامل دي چې په ترکیه کې ورته موقتي پناه ورکړل شوې ده.

بابی نه غواړي چې بیرته افغانستان ته ولاړ شي. هغه وايي، هلته طالبانو ورته څه ندي پرې ایښي. هغه د ترکیې له حکومت څخه غوښتنه کوي چې دده په څېر افغان کډوال ستنېدو ته مجبور نه کړي.

محمد بابی وايي: "دلته په افغانانو کې هم ښه او بد شته. باید هغه افغانان اخراج کړي چې کار نه کوي او کوم خلک چې کار کوي، کار ته پرېږدي. پدې کې ستونزه نشته او د ترکیې په ګټه ده".

XS
SM
MD
LG