د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: له پاکستان څخه تراوسه له ۳۲۷ زرو څخه زیات افغان کډوال وطن ته ستانه شوي


د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدلو د روان بهیر په ترڅ کې په تیرو نږدې دوو میاشتو کې له دغه هیواد څخه ۳۲۷ زره او ۴۰۰ افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.

اوچا د سه شنبې په ورځ نومبر۱۴ (لړم۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له نیمايي څخه تر تیرې ورځې پورې ټول ۳۲۷ زره او ۴۰۰ قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال له پاکستان څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي: " دغې ناڅاپي هجوم له وړاندې د سرپناه، او اساسي خدمتونو په ګډون تر فشار لاندې سرچینو باندې لا فشار راوړی دی. اضافي ملاتړ ته په بیړني ډول اړتیا ده".

د پاکستان حکومت د روان کال د اکتوبر په درییمه له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو ۱.۷ میلیونو کډوالو ته چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د نومبر د میاشتې تر لومړۍ ورځې پورې خپلو هیوادونو ته د ستنیدلو لپاره مهلت ورکړی و او ویلي و، چې ددغې نیټې وروسته به قانوني اسنادو نلرونکي کډوال ونیول شي او خپلو هیوادونو ته به ستانه کړای شي.

په تورخم کې پاکستاني سرچینو امریکا غږ ته ویلي چې د پاکستان څخه خپل وطن ته د افغان کډوالو د ستنیدلو د بهیر له پیل څخه تر تیرې ورځې پورې دوه سوه او اوه زره افغان کډوال د تورخم له لارې او شاوخوا نوي زره نور د سپین بولدک – چمن له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د روغتیا د نړیوالې سازمان (WHO) د یو راپور له مخې د نومبر د لومړۍ ورځې څخه تر اتمې ورځې پورې هره ورځ د پاکستان څخه تر لس زرو پورې افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي چې ددغه بهیر د پیل دمخه له پاکستان څخه د ستنیدونکو افغان کډوالو شمیر په ورځ کې شاوخوا ۲۶۰ تنو ته رسیده.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي:" په دغو ستنیدونکو کډوالو کې د قانوني اسنادو نلرونکي کډوال، د افغانستان اوسیدونکو د پیژندګلوۍ د پاڼو لرونکي کډوال او هغه کډوال شامل دي چې ثبت شوي او پيژند پاڼې لري".

دغه راپور کې ویل شوي چې د نومبر د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې ۴۴ زره او ۷۱۵ تنه د سپین بولک – چمن له لارې او ۳۷ زره او ۵۶۴ تنه نور د تورخم له لارې خپل وطن ته ستانه شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د دغو ستنو شویو ۴۷ فیصده یې ښځې دي.

دا پوار وايي چې په ستنو شویو کسانو کې ۷۲ زره یې د قانوني اسنادو نلرونکي کډوال او ۵۰ رزه نور یې هغه کډوال وو چې پاکستان کې یې نومونه ثبت شوي و او د ثبت شوې پیژندپاڼې لري هغوی به د نومبر له میاشتې د ۲۰۲۴ کال د جولای ترمیاشتې د ستنیدو پرمهال په سرحد کې مرستو ته اړتیا ولري.

د روغتیا د نړیوالې سازمان ویلي چې دغه سازمان د خپلو همکارو موسسو له لارې د نومبر له پیل څخه هره ورځ په تورخم کې دوه زره او پنځه سوه ستنیدونکو کډوالو ته او په سپین بولدک کې دوه زره کډوالو ته روغتیايي سلامشورې ورکړي دي.

"ډبلیو ایچ او" ویلي چې ستنیدلو کډوالو د ستنیدلو بهیر کې د پام وړ زیاتوالي له امله ستنیدونکو کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د مرسته کوونکو هیوادونو او موسسو څخه چې ۸.۹ میلیونه ډالره غوښتي وو ددغو پیسو یوازې ۹۰ زره یې تراوسه ترلاسه کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګتي د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۳( لړم ۲۲) د دغه هیواد د مشرانو جرګې (سنا) ته د افغان کډوالو ستنیدلو بهیر په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، چې تر دا مهاله له پاکستان څخه څه نا څه ۳۰۰ زره ناقانونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي، چې یوازې اته زره یې د پاکستان د حکومت له خوا ایستل شوي او پاتې نور په خپله خوښه افغانستان ته تللي دي.

سرفراز بګټي د سنا مجلس کې د کډوالو د شړلو په دفاع کې وویل: "د پاکستان قانون وايي چې ناقانونه بهرني وګړي دې ونیول شي، بندي دې کړل شي، قضیه دې پرې وچلول شي او له هېواد څخه دې واېستل شي".

خو ښاغلي بګټي وویل، چې حکومت یې ناقانونه کډوالو ته د اسانتیا ورکولو لپاره هغوی نه زندانونو ته اچوي، نه یې محکمې ته وړاندې کوي، بلکې په موقتي مرکزونو کې یې ساتي چې په دوو یا درو شپو کې یې خپل هېواد ته ستانه کړي.

د نومبر میاشتې له پیل راهېسي د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې په کډوالو باندې د چاپې وهلو رپوټونه ورکول شوي او په ځینو برخو کې خو داسې پېښې هم ثبت شوي چې په موقتي مرکزونو کې نیول شویو کډوالو، خبریالانو ته د خپل مهاجرت کارډونه هم ورښکاره کړي خو بیا هم نیول شوي دي.

سرفراز بګټي د کډوالو ستونولو پر مهال د ستونزو پخلی وکړ خو ویې ویل، "په دومره لویه پیمانه چې خلک ستنېږي نو په انتظاماتو کې خو به نیمګړتیاوې راځي."

‎ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي چې د کډوالو د شړلو بهیر ودروي، خو تر دې دمه د پاکستان حکومت دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

‎د طالبانو حکومت هم له پاکستان څخه غوښتي چې افغان کډوالو ته وخت ورکړي چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

له پاکستان څخه د افغانانو شړلو د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړیکې هم خرابې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG