د لاس رسي وړ اتصالات

عباس، اروپا او ملگري ملتونو د بیت المقدس په اړه د ټرمپ دریځ رد کړ


.
.

په منځني ختیځ کې د ټرمپ وینا ته سخت غبرگون وښودل شو . خلک لارو کوڅو ته راوتل او د امریکا بیرغ ته یې اور ایسته کړ.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه تاریخې وینا چې وایي بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توگه پیژني، د نړۍ د بیلا بیلو ملکو د مشرانو او ولسونو لخوا غبرگونونه راپارولي دي.

د ښاغلي ټرمپ د وینا نه وروسته د فلسطینانو مشر محمود عباس دغې فیصلې ته سخت عکس العمل وښود، هغه په دولتي ټلویژن په خپله وینا کې وویل "د دې اعلان سره ، د امریکا حکومت دډیرو نړیوالو تړونونو نه سرغړونه وکړه او د ډیرو ملکونو او نړیوالو ارگانونو دریځ یې رد کړیدی چې هغوي د بیت المقدس په مسله د ډیرو ورځو راهیسې څرگند کړیدی."

ولسمشر ټرمپ په خپله وینا کې دا هم ویلي دي د بهرنو چارو وزارت دې د امریکا د سفارت د تل ابیب نه بیت المقدس ته د انتقالولو پراسه شروع کړي.

ښاغلي عباس زیاته کړه چې دا فیصله څرگندوي چې امریکا چې د لسیزو راهیسو د اسرایلو او د فلسطینانو ترمنځ د منځگړتوب کوم رول لوباوه، د هغې نه اوس په ډډه شوي ده.

"د ټرمپ دغه فیصله د بیت المقدس حقیقت نشي بدلولی او دا اسرایلو ته هیڅ قانوني جواز نه ورکوي. بیت المقدس د عربانو، عیسویانو او د مسلمان فلیسطینانو سیمه ده او د فلیسطين د تلپاتي دولت پلازمینه ده."

اروپایي اتحاد او ملگرو ملتونو هم د دغې فیصلې په هکله اندیښنې څرگندې کړیدي او وایي چې د ټرمپ دا فیصله چې د امریکا سفارت به د تل ابیب نه بیت المقدس ته انتقال کړي، به ډیر سخت عواقب ولري.

د امریکا ځینو مهمو متحدینو هم د ولسمشر ټرمپ د دغې وینا خلاف غبرگون ښودلی او وایي چې دا د فلسطینیانو او د اسرایلو ترمنځ د ممکنه روغې جوړې ټول مواقع ختموي.

فرانسې د ټرمپ د وینا نه ورسته په سیمې کې د خلکو نه غوښتي چې ارامه وسي. برطانیې هم ویلي چې دغه به د سولې کوښښونه د خطر سره مخ کړي.د برطانیې صدراعظمې ټریسا می وویل چې برطانیه د ولسمشر ټرمپ د فیصلې سره موافقه نده او مونږ به خپل سفارت د تل ابیب نه بیت المقدس ته انتقال نکړو. جرمني وایي چې د بیت المقدس د مسلې حل دا دې چې د دوو قومونو ترمنځ حل شي.

ملگرې ملتونه د یو شمیر غړي ملکونو په غوښتنه د جمعې په ورځ په دې مسله د بحث لپاره غونډه کوي.

XS
SM
MD
LG