د لاس رسي وړ اتصالات

د اوزلوبې دویم پړاو سیالۍ؛ کندهار او کندز پایلوبې ته ووتل


د اوزلوبې دویم پړاو سیالیو په اومه ورځ نن د کندهار او کندز لوبډلو د روان لیګ پایلوبې ته لاره وموندله.

د اومې ورځې لومړۍ لوبه کې کندهار او بلخ لوبډلو سره په یوې حساسې سیالۍ کې لوبه وکړه.

د لوبې لومړی ګول بلخ خپل کړ خو د کندهار تکړه چاپ انداز پهلوان خیبر وکړای شول هټریک ترسره کړي او بلخ لوبډلې ته درې د یو ګول په مقابل کې ماته ورکړي.

په دویمې لوبې کې د کندز لوبډله ‌‌ډګر ته راغله خو د کابل لوبډلې چاپ اندزان لوبې ته حاضر نشول.

لوبڅار د کابل لوبډلې ته ۱۵ دقیقې نور وخت هم ورکړ خو د کابل لوبډلې د لوبې نه شاتګ وکړ.

پر دې بنسټ د کندز لوبډله په مستقیمه توګه پایلوبې ته ولاړه او د کندهار سیاله شوه.

دا چې کابل لوبډله ولې د لوبې نه شاتګ وکړ لوبڅار ابراهیم ترګمن په اړه وویل: "موږ پوه نشوه چې ولې د کابل لوبډله لوبې ته حاضره نشوه. ښايي اسان یې چمتو نه ول یا هم کومه بله ستونزه یې درلوده."

ټاکل شوې چې سبا د روان لیګ تر ټولو حساسه او جالبه یعنې پایلوبه د کندز او کندهار لوبډلو تر منځ ترسره شي.

د دغې لوبې ګټونکې لوبډله به د روان لیګ اتلولي خپله کړي.

له دې سربېره به سبا د بلخ او کابل لوبډله هم د دریم مقام ګټلو ته سره لوبه وکړي.

XS
SM
MD
LG