د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد: امریکا باید پاکستان د بلا خولې ته ورنکړي


ښاغلی اصف وايي د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان همکاري دوامداره ده
ښاغلی اصف وايي د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان همکاري دوامداره ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي پاکستان باید په افغانستان کې د امریکا د ماتې له کبله د بلا خولې ته ورنکړل شي.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې تګلاره اعلان کړه، چې له افغانستان سره مرسته او پر پاکستان د فشار زیاتول یې مهم ټکي وو. ولسمشر ټرمپ پاکستان د ترهګرو په پاللو او ساتلو تورن کړ.

د تګلارې له اعلان وروسته ځینو امریکايي چارواکو خبرداری ورکړ چې شاید له پاکستان سره مرستې بندې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن د سې شنبې په ورځ وویل که پاکستان د امریکا غوښتنو ته ځواب ونه وايي، د واشنګټن له قوي غبرګون سره به مخامخ شي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د پاکستان د جیو تلویزون ته وویل چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې پاکستان کلک ژمن دی او له دغې مبارزې به نه لاس په سر کیږي.

نوموړي وویل له کومې ورځې چې د ترهګرۍ ضد مبارزې کې پاکستان له امریکا سره یو ځای شوی، شاوخوا ۷۰زره پاکستانیان وژل شوي دي. هغه وايي د پاکستان دا قربانۍ له پامه غورځول شوي دي.

په همدې حال کې د پاکستان کابیني د ښاغلي ټرمپ په تګلارې خبرې کړي، خو وروستی عکس العمل به د ملي امنیت د کمېټې له غونډې وروسته ښودل کیږي.

په پاکستان کې چارواکي وايي د دغه هېواد د کابینې کمېټه به پرېکړه کوي چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د نوې تګلارې په اړه څه ډول غبرګون وښودل شي.

ټاکل شوې چې دا کمېټه سبا پنجشنبه ( اګست۲۴) غونډه وکړي. په کمېټه کې د پاکستان لومړی وزیر، د پوځ مشر، د کابینې غړي، د استخباراتي ادارې مشران، د ملي امنیت مشاور او د لوړې کچې ځینې نور چارواکي برخه لري.

ولسمشر ټرمپ واک ته له رسېدو شاوخوا اووه میاشتې وروسته د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه خپله تګلاره اعلان کړه، ده په څرګندو ټکو وویل چې له افغان حکومت سره به مرسته کوي چې په دغه هېواد کې سوله او ثبات راشي، خو پر پاکستان یې غږ وکړ چې د ترهګرو د پاللو او ساتلو روانه لوبه دې بنده کړي.

ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې هند هم وستایه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره هلې ځلې کوي. له ۲۰۰۱ لومړي کال راهېسې امریکا د نړیوال تروریزم پر ضد جګړې لپاره په افغانستان کې ده، په دغې مودې کې یې شاوخوا۲۴۰۰ عسکر وژل شوي او زرګونو نور ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG