د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی پلاوی غني سره د 'سولې د عمل' پر پلان وغږېده


پاکستاني پلاوی د دوشنبې په ورځ کابل ته ورسېد
پاکستاني پلاوی د دوشنبې په ورځ کابل ته ورسېد

کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تهمېنې جنجوعه په مشرۍ ورغلي پلاوي له افغان ولسمشر غني سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د 'عمل د پلان' په اړه خبرې کړې دي.

په کابل کې د پاکستان سفارت اعلامیه وايي چې پلاوي د دوشنبې په ورځ (اپریل۲) په ارګ کې له ولسمشر غني سره ولیدل. اعلامیه وايي چې میرمن جنجوعه ولسمشر غني ته د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي د را روان سفر په اړه هم معلومات ورکړل.

ټاکل شوې د پاکستان صدراعظم عباسي د جمعې په ورځ (اپریل۶) کابل ته ولاړ شي او له افغان ولسمشر اشرف غني او نورو چارواکو سره د سولې د عمل پر پلان او نورو دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړي.

دا به کابل ته د ښاغلي عباسي لومړی سفر وي، خو په دې وروستیو کې کابل ته د پاکستاني لوړپوړیو چارواکو تګ راتګ زیات شوی دی.

د پاکستان جیو تلویزون وايي پاکستاني پلاوي له ځینو نورو افغان چارواکو سره هم لیدلي او پر بېلابېلو مسایلو غږيدلي دي، خو د خبرو پوره جزییات نشته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وزارت ویاند کابل ته د پلاوي د رسېدو خبر تاید کړی و.

څه موده مخکې په کابل کې د طالبانو له بریدونو وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او ملي امنیت مشر دواړه اسلام اباد ته ولاړل چې په برید کې په پاکستان کې د مېشتو طالبانو د لاس لرلو په اړه شواهد وسپاري.

تېره میاشت د پاکستان د ملي امنیت مشاور ناصر جنجوعه هم کابل ته ولاړ او له ولسمشر غني سره یې خبرې وکړې.

سپینې ماڼۍ ته د ولسمشر ټرمپ له راتګ وروسته پر پاکستان فشارونه زیات شوي دي چې په خپلې خاورې کې د ترهګرو پناه ځایونه وتړي او په دغه برخه کې له واشنګټن او کابل سره نژدې همکاري او مرسته وکړي.

پاکستان ټېنګار کوي چې دوی افغان طالبان نه ساتي او نه یې پالي، خو کابل وايي ډېر شواهد لري چې پاکستان دا کار کوي.

XS
SM
MD
LG