پاکستان وايي اسلام اباد او کابل پرېکړه کړې چې د چین په منځګړتوب به د کړکیچ د حل د مدیریت یو میکانیزم جوړوي چې ستونزې ختمې شي.
د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي چې د بحران د حل د میکانیزم په اساس به دواړه هېوادونه د ترهګریزو بریدونو، بېړنیو حالاتو او دا ډول نورو دوه اړخیزو مسایلو په اړه به دوامدره اړیکې ساتي او د ستونزو د حل لارې به لټوي.
ښاغلي عزیز په یوې اعلامیې کې همدغه راز ویلي چې د چین په منځګړتوب پاکستان او افغانستان دا موافقه هم کړې چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونه به په خپلو کې ډیالوک او خبرې پیلوي چې ډېر تمرکز به یې په اقتصادي همکاریو وي.
د پاکستان او افغانستان اړیکې په دې وروستیو کې خرابې شوې وې، خو اوس چین غواړي د اړیکو په بیا رغولو کې مرسته وکړه.
سرتاج عزیز وايي د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یو ته یې دا هم ویلي چې افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان په ګټه ده او دا چې افغان کشاله پوځي حل لار نلري.
د چین د بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد ته تر سفر مخکې کابل ته تللی و او هلته یې له ولسمشر غني سره هم ولیدل او په دې اړه یې ورسره خبرې وکړې.
چین د پاکستان نژدې ملګری دی او په دې وروستیو کې له دغه هېواد سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت اقتصادي پروژې لاسلیک کړې. بیجینګ هوډ لري چې د ورېښمو پر نوې لار، چې یوه برخه یې په افغانستان کې ده، میلیاردونه ډالر ولګوي، د دغو پروژو لپاره تر ټولو مهم امنیت دی.
افغانستان پاکستان تورنوي چې په افغانستان کې په روانو نا امنیو کې لاس لري او له همدې کبله د دغو دواړو هېوادونو روابط خراب دي، خو پاکستان یې نه مني.