د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان له افغان سېلاب ځپلو سره د تازه مرستو خبر ورکړ


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له سېلاب ځپلو سره د مرستې په هدف افغانستان ته د تازه بشري مرستو لېږلو خبر ورکړی دی او ویلي دي چې دغه هیواد له افغان سېلاب ځپلو سره بشري مرستو ته ژمن دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د جمعې په ورځ جولای ۲۲ (چنګاښ ۳۱) په اسلام کې د طالبانو حکومت له سفیر سره لیدنه کې ویلي هیواد به یې افغان سېلاب ځپلو سره مرستو ته دوام ورکړي.

د یاد وزارت په بیان کې راغلي: "د بهرنیو چارو وزیر... د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو په اړه د پاکستان پر عزم ټینګار وکړ. هغه روښانه کړه چې د پاکستان خلک او حکومت یې په دغه وضعیت کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی."

په وروستیو اونیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله خلکو ته د ځاني زیان ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه رسیدلي دي.

د طالب چارواکو په وینا په غزني، زابل او نورستان ولایتونو کې د وروستو بارانونو او سېلابونو له امله یو شمېر کسان مړه شوي او په سلګونو جریبه کرنیزه ځمکه او سلګونه کورونه نړېدلي دي.

پر همدې مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له زیانمن شوو افغانانو سره د پاکستان د تازه مرستو مننه کړې او ویلي دي چې پاکستان په سختو شرایطو کې د افغانستان د خلکو تر څنګ درېدلی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس د پاکستان په بشري مرسته کې خوارکي مواد شامل دي چې ډېر ژر به په طیارو کې کابل ته انتقال او پر اړمنو خلکو به ووېشل شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تر دې مخکې هم له افغانستان سره بشري مرستې کړي دي.

پاکستان پر داسې مهال له افغان سېلاب ځپلو سره د مرستې خبر ورکوي چې د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې تازه د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو را وتلو خبر ورکړی دی.

د یاد ریاست په وینا په دغه ولایتونو کې بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا لوګر، خوست او غزني شامل دي.

XS
SM
MD
LG