د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغانستان لپاره د جمهور رئیس بایډن د سولې پلان ستایلی


عمران خان دا څرګندونې په اسلام آباد کې په یوې غونډې کې وکړلې
عمران خان دا څرګندونې په اسلام آباد کې په یوې غونډې کې وکړلې

د پاکستان صدراعظم عمران خان د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن هغه هڅې وستایلې چې په افغانستان کې د امریکا شل کلنې جګړې ته د سیاسي حل د پیدا کولو لپاره یې کوي.

ښاغلي خان په اسلام آباد کې د چارشنبې په ورځ، مارچ ۱۷ (کب ۲۷) په یوې غونډې کې چې د ملي امنیت په موضوعاتو پکې بحث کیده، وویل چې پاکستان په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره هیڅ هم ندي دریغ کړي.

عمران خان وویل: "د ډیرې مودې وروسته په افغانستان کې د سولې هیلې پیدا شوي. دا فرصت ډیر وروسته پیدا شوی."

د پاکستان صدراعظم زیاته کړه چې: "د بایډن حکومت هم دا درک کړې چې افغان جګړه دا شل کاله کیږي چې روانه ده او باید نوره اوږده نشي."

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د موافقې له مخې امریکا باید د مې د میاشتې تر لومړۍ خپل ټول عسکر د افغانستان نه وباسي، خو جمهور رئیس جو بایډن وایي چې د عسکرو د ایستلو پریکړه سخته ده او پدې اړه تر اوسه پریکړه نده شوې.

ښاغلي بایډن د ای بي سي خبري شبکې سره په مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۷ خپره شوه وویل، اوسمهال د امریکا د متحده ایالاتو له متحدانو سره د افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په هکله مشورې کوي.

د طالبانو ډلې هم د جهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که امریکا د سولژ د تړون په اساس خپل ځواکونه په ټاکل شوې نیټه ونه باسي د عواقبو مسولیت به یې د هغو په غاړه وي.

XS
SM
MD
LG