د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پولیسو د عمران په سلګونو پلویان نیولي دي 


په پاکستان کې د پولیسو په عملیاتو کې د پخواني صدراعظم عمران خان شاوخوا ۳۰۰ پلویان له امنیتي ځواکونو سره د وروستیو نښتو او په اور اچونو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

مقاماتو او د عمران خان د تحریک انصاف ګوند د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۰ (کب ۲۹) وویل چې دغه نیونې په پلازمېنه اسلام اباد او ختیځ ښار لاهور کې شوي دي.

د پولیسو یوې اعلامیې د تیرې شپې عملیات تائید کړي چې په پلازمینه اسلام آباد کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند (پی ټي آی) شاوخوا ۲۰۰ پلویان په بریدونو او اور اچونو کې د لاس لرلو په تور نیولي چې لسګونه امنیتي ځواکونه په کې ټپیان شوي دي.

پاتې نور کسان په لاهور کې نیول شوي دي. نیول شوي کسان د ترهګرۍ او نورو جرمونو له تورونو سره مخامخ دي.

دا پداسې حال کې دي چې د عمران خان د نیولو حکم وروسته له هغې صادر شو چې هغه د فبرورۍ په ۲۸مه د فساد په قضیه کې محکمې ته حاضر نه شو. پر عمران خان تور دی چې د صدرات پر مهال یې د ترلاسه شویو سوغاتونو یا د دې ډالیو له خرڅلاو څخه د ګټې اخیستو راپور نه دی ورکړی.

کله چې پولیسو د عمران خان د نیولو هڅه وکړه، د هغه پلویان د هغه د کور شاوخوا راټول شول او له پولیسو سره ونښتل.

عمران خان وروسته له هغې چې د جمعې په ورځ مارچ ۱۷ د پاکستان عالي محکمې د هغه د نیولو حکم لغو کړ پریکړه وکړه چې محکمې ته حاضر شي.

عمران خان د شنبې په ورځ د مارچ په ۱۸ مه (کب ۲۷) په محکمه کې له لنډ حضور وروسته د خپلو پلویانو او پولیسو ترمنځ د شخړې له امله د محکمې له ودانۍ څخه وتلو ته اړ شو، او د محکمې رئیس د هغه د تورونو اوریدنه وځنډوله.

په همدې حال کې د پاکستان د بلوا ضد پولیسو د پاکستان په پلازمېنه کې د محکمې له ودانۍ بهر د خان له زرګونو پلویانو سره هغه مهال نښته وکړه چې د چارواکو په وینا د خان پلویانو پر پولیسو ډبرې وویشتلې او پولیسو د هغوی د خورولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز وکاروه او له امله یې څو تنه ټپیان شول.

د عمران خان د پلویانو د نیول کېدو په دوام کې د تحریک انصاف ګوند یو مشر فواد چوهدري د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۱۹مه د دغه ګوند د مشرانو پر کور د پولیسو د چاپې خبر ورکړ، هغه اقدام چې عمران خان وغانده.

عمران خان د یکشنبې په ورځ په یو ټوېټ کې د پولیسو دغه عمل غندلی او د نیول شویو کسانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده. هغه لیکلي: "فاشیزم په بې ساري ډول د جلب د حکم پرته د تحریک انصاف د ګوند د غړو په کورونو باندې د پولیسو په یرغل او ددې ګوند د کارګرانو په ټښتولو پیښ شوی دی."

عمران خان په ۲۰۱۸ کال کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې له پلان سره د هېواد د صدراعظمۍ څوکۍ ته ورسېد، خو مخکې له دې چې د صدراعظم په توګه خپله دوره بشپړه کړي، د دغه هېواد پارلمان د نه باور رايې له لارې هغه بې واکه کړ او له صدراعظمۍ يې لرې کړ. خان له هغه وروسته په دې هیواد کې د مخکې له وخته انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره په پراخو لاریونونو لاس پورې کړی دی.

XS
SM
MD
LG