د لاس رسي وړ اتصالات

کابل او اسلام اباد ترمنځ ترینګلتیا؛ پاکستان د دیني عالمانو بل پلاوي کابل ته سفر کړی


د پاکستان د دیني عالمانو يلاوی
د پاکستان د دیني عالمانو يلاوی

د جمعیت علمای اسلام د ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان د تیرې میاشتې د سفر وروسته د جمعیت علمای اسلام ګوند (س) مشر او د حقانیه دارالعلوم نایب مهتمم مولانا حامد الحق په مشرۍ د پاکستاني دیني عالمانو یو بل پلاوي کابل ته سفر کړی دی.

د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز او ویاند دفتر له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پلاوي د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۷ (کب اتم) په کابل کې د طالبانو د حکومت د ریاست الورزا د سیاسي چارو د مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي.

په دغه خبرپاڼه کې د حامدالحق له قوله ویل شوي: " د پاکستان علما او ولسونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې غواړي او هیله لري چې د کابل او اسلام آباد تر منځ پر اقتصادي همکاريو سربېره سیاسي اړیکې هم پراخې شي، څو دواړو ولسونو ته یې ګټه ورسېږي".

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې مولوي عبدالکبیر دغه پلاوي ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې څخه به هیچا ته ګواښ پېښ نشي.

مولوي عبدالکبیر ویلي چې، د طالبانو حکومت له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکي غواړي او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه چا ته ګواښ پېښ شي.

کابل ته د پاکستاني دیني عالمانو د دغه پلاوي د سفر دمخه د روان کال د جنورئ د میاشتې په لومړیو ورځو کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام د ګوند د مشر په مشرۍ یو پاکستاني پلاوي هم افغانستان ته سفر کړی و.

مولانا فضل الرحمان د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده په ګډون د طالبانو د مشرانو سره په کابل او کندهار کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو اړوند مسلو خبرې کړې وې.

تراوسه لا د مولانا حامد الحق په مشرۍ کابل ته ددغه پلاوي د سفر د هدف په اړه څه نه دي ویل شوي. د طالبانو د حکومت یو زیات شمیر چارواکو د پاکستان په حقانیه دارالعلوم کې دیني زده کړې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG