د لاس رسي وړ اتصالات

تحریک انصاف عمران خان د صدراعظمۍ لپاره کاندید کړ


د پاکستان د راتلونکي صدراعظم په توګه به د عمران خان د ټاکل کیدو پریکړه بله اوونۍ په پارلمان کې کیږي. سیاسي مخالفین به هم خپل کاندیدان رایه ګیرۍ ته وړاندې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي وویل چې د عمران خان کاندید کول د ګوند ټولو غړیو په خوښې او رضایت شوی..

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند په پارلماني انتخاباتو کې 115 څوکۍ ګټلې وې خو اکثریت څوکۍ یې ونه ګټلې او مجبوره دی چې د حکومت د جوړیدو لپاره د نورو ګوندونو سره ائتلاف وکړي.

د پاکستان د تحریک انصاف گوند مخالفه سیاسي گوندونو خپل ائتلاف جوړ کړیدی او وایي چې د عمران خان په مقابل کې به خپل کاندید ودروي.

XS
SM
MD
LG