د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پولیسو د عمران خان د پلویانو د مظاهرو په اړه د سختو اقداماتو خبرداری ورکړ


د پاکستان د بلوا ضد پولیس
د پاکستان د بلوا ضد پولیس

د پاکستان پولیسو د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۱ (سلواغې ۲۲) وروسته له هغې د "غیر قانوني غونډو" په اړه خبرداری ورکړ چې د عمران خان ګوند پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې د تېرې اوونۍ په انتخاباتو کې د درغلیو پر ضد مظاهرې وکړي.

خپلواکو کاندیدانو چې اکثریت یې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان په تحریک انصاف ګوند پورې اړه لري، په پارلماني ټاکنو کې تر ټولو ډېرې څوکۍ ګټلې دي. خو خپلواک کاندیدان نه شي کولای حکومت جوړ کړي او له همدې امله پاکستان له سیاسي ناورین سره مخامخ دی.

هغه سیاسي ګوندونه چې په ټاکنو کې یې سیالي کوله اوس د ایتلافي حکومت د جوړولو لپاره په مذاکراتو بوخت دي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشران ادعا کوي، چې که په ټاکنو کې درغلۍ نه وای شوې، نو دوی به ډېرې څوکۍ ګټلې وای.

په پاکستان کې انتخابات په داسې حال کې وشول چې ټیلیفوني خدمات بند وو او د رایو ورو شمیرلو د انتخاباتو په بهیر کې د نواز شریف د مسلم لیګ ګوند په ملاتړ د دغه هېواد د پوځ د نفوذ په اړه شکونه پیدا کړي دي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر ګوهر علي خان پرون په دغه هېواد کې د سوله ییزو مظاهرو غوښتنه وکړه.

خو مقاماتو خبرداری ورکړی چې دوی به د "غیر قانوني مظاهرو" مخه ونیسي.

د اسلام اباد پولیسو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: "ځینې کسان غواړي چې د ټاکنو کمیسیون او نورو دولتي دفترونو شاوخوا کې ناقانونه راټولیدو ته وهڅوي. د غیر قانوني غونډو په اړه به قانوني اقدامات وشي. باید ووایو چې د داسې غونډو د کولو لپاره غوښتنه کول هم جرم دی."

د راولپنډۍ د پولیسو لخوا هم ورته خبرداری صادر شوی چیرې چې په لسګونو پولیس افسران د بلوا ضد تجهیزاتو سره لیدل شوي.

د پاکستان د پارلماني ټاکنو پایلې د یکشنبې په ورځ ناوخته اعلان شوې، چې له مخې یې خپلواکو نوماندانو ۱۰۱ څوکۍ، مسلم لیګ نواز ۷۵ څوکۍ، پیپلز ګوند ۵۴ څوکۍ او متحده قومي ګوند ۱۷ څوکۍ ګټلې دي. ۱۰ نورو کوچنیو ګوندونو ۱۷ څوکۍ ګټلي او دوه څوکۍ خالي پاتې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG