د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان: پاکستان کې د انتخاباتو نتیجه پوځ ته یو پیغام و


د عمران خان د ګوند پلویانو په ګڼ شمیر ښارونو کې مظاهرې کړې او ادعا لري چې په انتخاباتو کې درغلي شوې.
د عمران خان د ګوند پلویانو په ګڼ شمیر ښارونو کې مظاهرې کړې او ادعا لري چې په انتخاباتو کې درغلي شوې.

په پاکستان کې کارپوهان چې د دې هېواد د چارو په هکله معلومات لري وایي د تیرې پنجشنبې ورځې پارلماني انتخابات چې د عمران خان ګوند پورې اړوندو کاندیدانو په کې اکثریت څوکۍ وګټلې، پوځ ته یو پیغام دی او دا یې وښوده چې عامو خلکو ته د پوځ پالیسۍ د منلو نه دي.

سره له دې چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر، عمران خان په څو قضیو کې تورنیدو له کبله بندي دی، په انتخاباتو کې د دې ګوند څخه اصلي نښه (د کرکټ بیټ) اخیستل شوې وه او چارواکو د پوځ په ملاتړ ګڼ شمیر مشران او غړي یې یا ونیول او یا یې وګواښل خو بیا هم د روانې میاشتې اتمې نیټې عمومي انتخاباتو کې د پي ټي آی ګوند ۹۸ څوکۍ وګټلې چې تر بل هر ګوند ډیرې دي.

سره له دې چې د پاکستان پوځ د هیواد په سیاسي چارو کې ډیر واک او اختیار لري خو پاکستاني کارپوهان پدې اند دي چې د دې انتخاباتو له نتیجې داسې بریښي چې عام خلک د پوځ د پالیسو پروا نلري.

د سیاسي چارو کارپوه حسن عسکر رضوي امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، "کوم ډول رایې چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له ملاتړ برمخمنو کاندیدانو وګټلې، اسټبلشمینټ ( د پاکستان پوځ) ته دا پیغام ورکوي چې د هغوي پالیسۍ د عامو خلکو لپاره د منلو وړ ندي".

سره له دې چې د عمران خان ګوند تر نورو ډیرې څوکۍ ګټلي خو له یوې خوا ښاغلی خان په زندان کې دی او په ګڼ شمیر قضیو کې د محکوم کیدو له کبله د دولتي مقام لرلو څخه محروم شوی او د ګوند غړیو یې هم د خپلواکو کاندیدانو په توګه په انتخاباتو کې برخه اخیستې وه، هغوي نشي کولی چې په یوازې توګه حکومت جوړ کړي خو د نورو ګوندونو سره د یو ځای کیدو لپاره باید په ۷۲ ساعتونو کې خپله پریکړه وکړي.

د دې ګوند مشران اندیښنه لري چې بریالي شوي کاندیدان یې ښایي په بیلا بیلو پلمو اړ شي چې د نورو ګوندونو سره یو ځای شي.

د دې ګوند یو جګپوړي غړي ولید اقبال امریکا غږ سره د همدې موضوع په هکله د خپلې اندیښنې شریکولو پر وخت وویل چې ښایي ځیني کاندیدن د "بډو او ناوړه کړنو" له کبله اړ شي چې د نورو ګوندونو سره لاس یو کړي او پر ځینو یې هم ښایي دا کار په زور، ګواښونو او یا د کورنیو غړیو په ګواښلو سره وشي.

د پنجشبنې ورځې په انتخاباتو کې هیڅ ګوند د حکومت جوړولو لپاره په کافي اندازه څوکۍ ندي ګټلي؛ معنی دا چې حکومت به ائتلافي وي خو لا نده څرګنده چې د صدراعظمۍ مقام به د کوم ګوند په برخه ورسیږي.

خو په انتخاباتو کې د دې بري تر څنګ ښاغلی رضوي وایي چې د پاکستان پوځ ښایي د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند په هکله "څه نرمښت" وښیي.

په غیر معمول توګه د پاکستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د وروستۍ نتیجې اعلان څو ساعته وځنډاوه.

منتقدین او د پي ټي آی ګوند غړي ادعا کوي چې کمیسیون دا کار پدې خاطر کړی و چې پوځ ته د نتیجې بدلولو فرصت ورکړي خو د انتخاباتو کمیسیون وایي د انټرنیټ خدماتو کې د خنډ له کبله یې ونشو کړی نتیجې په ټاکلي وخت اعلان کړي.

د پخواني صدراعظم نواز شریف مسلم لیګ ګوند ځان د انتخاباتو ګټونکی بولي چې د پوځ ملاتړ ورسره دی او آن تر انتخاباتو وړاندې کارپوهانو ادعا کړې وه چې یوازي د رسمیاتو پوره کیدو لپاره انتخابات کیږي او دا چې ګټونکی او بایلونکی وار د مخه ټاکل شویدي.

د پاکستان د چارو مبصرین وایي ښایي د واک او دولتي څوکیو ویش پر سر په دې هېواد کې جنجال ښایسته وخت ونیسي.

د همدې اندیښنې له کبله د پاکستان د پوځ لوی درستیز، جنرال عاصم منیر د سیالو سیاستوالو وغوښتل چې د ایتلافي حکومت جوړولو لپاره د "پوخوالي او یووالي" څخه کار واخلي.

پوځ د پاکستان په سیاسي ډګر کې پراخ رول لري او ددې هیواد د پوځ جنرالانو په ۱۹۴۷ کې له هند څخه د جلا کیدو راهیسې د پاکستان په نږدې نیمایي تاریخ کې پر دې هیواد واکمني کړې ده.

پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې له هند څخه جلا شو او شاوخوا ۵۰ کاله یې پاکستان د خپلو پوځي جنرالانو تر نفوذ لاندې دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG