د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران خان پر ضد د نه باور رای ګیري غیرې قانوني شوه; تازه انتخابات به کیږي


د پاکستان د ملي اسامبلې سرپرست مشر د سیاسي مخالفینو لخوا د صدراعظم عمران خان د واک څخه د لیرې کولو لپاره د نه باور رای ګیري غیرې قانوني وبلله او د ملي اسامبلې غړیو ته یې د رای ګیرۍ اجازه ورنکړله.

د ملې اسامبلې سرپرست مشر قاسم خان سوري د خپل حکم د اعلان پر وخت وویل، " هیڅ بهرني قوت ته باید اجازه ورنکړل شي چې د یوې دسیسې د لارې یو منتخب حکومت ړنګ کاندي".

ټاکل شوې وه چې د ملي اسامبلې ۳۴۲ غړي یکشنبه اپریل۳ (وري۱۴) د سیاسي مخالفینو په غوښتنې د واک څخه د عمران خان د لیرې کولو لپاره د نه باور په رای ګیرۍ کې برخه واخلي.

خو د رای ګیرۍ څخه وړاندې د پاکستان د قانون وزیر فواد حسین د پارلمان د سرپرست مشر څخه وغوښتل چې دا رای ګیري غیر قانوني وبولي او هغه هم دا کار وکړ.

ښاغلي حسین په خپلې وینا کې د پاکستان د اساسي قانون هغه ماده ولوسته چې وایي، "هیواد ته وفاداري د هر وګړي اساسي دنده ده".

داسې ادعا کیږي چې د ښاغلي خان د لیرې کولو لپاره د نه باور د رای ګیرۍ تر شا د متحده ایالاتو لاس دی خو امریکا دا نه مني چې د ښاغلي خان د لیرې کیدو پدې هلو ځلو کې لاس لري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو استازي چې په پاکستان کې د یکشنبې د ورځې د پرمختګونو په هکله یې تبصره کوله، امریکا غږ ته وویل چې دا ادعاوې هیڅ واقعیت نلري.

دې استازي زیاته کړه، " مونږ په پاکستان کې انکشافات د نږدې څارو. مونږ د پاکستان د اساسي قانون او د قانون د حاکمیت د بهیردرناوی او ملاتړ کوو".

که څه هم چې د پاکستان د پارلمان سرپرست مشر د نه باور د رای ګیرۍ لپاره ځانګړې غونډه تر اعلان وروسته پای ته ورسوله خو سیاسي مخالفینو د ودانۍ څخه ونه وتل او پخپل سر یې رای ګیري وکړله.

هغوي ادعا کوي چې د ښاغلي خان د لیرې کولو لپاره د پارلمان ۱۹۶ غړیو مثبتې رایې ورکړلې.

د سیاسي مخالفینو مشر شهباز شریف د پارلمان پریکړه او د ښاغلي خان کړنې وغندلې او دا کار یې د اسایي قانون څخه سرغړاونه وبلله.

ښاغلي شریف په ټویټر کې ولیکل، "دا تر لوړې کچې غدارۍ کم ندی. عمران خان هیواد ګډوډۍ ته ورټیل واهه".

په پارلمان کې د دې اقداماتو څخه لږه شیبه وروسته د پاکستان صدراعظم عمران وویل چې د هیواد د جمهور رئیس عارف علوي څخه یې د ملي اسامبلې د منحل کیدو او نویو انتخاباتو غوښتنه کړې.

ښاغلي علوي ویلي چې نوي انتخابات به په ۳ میاشتو کې وشي.

XS
SM
MD
LG