د لاس رسي وړ اتصالات

شریف ته د علوي خبرداری: که مو کاندید معرفي نکړ، صدراعظم به وټاکل شي


د پاکستان ولسمشر ددې هیواد د صدراعظم عمران خان سیاسي مخالفینو ته خبرداری ورکړ چې که د پام وړ شخص ونه نوموي، د سرپرست صدراعظم د ټاکلو بهیر به د هغوی له شتون پرته پرمخ ولاړ شي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي تیره ورځ په یو رسمي لیک کې سیاسي مخالفینو ته خبرداری ورکړ چې خپل نوماند معرفي کړي.

د جمهوري ریاست د امر په اساس که دواړه ګوندونه د پارلمان له منحل کیدو څخه وروسته تر دریو ورځو پورې د سرپرست صدراعظم په ټاکلو موافقې ته ونه رسیږي، باید هر یو دوه تنه هغه کمیټې ته معرفي کړي چې د پارلمان د رئیس په واسطه انتخابیږي.

د مخالف ګوند مشر شهباز شریف، چې ګمان کیده په پارلمان کې د عمران خان د سلب صلاحیت کیدو وروسته د پاکستان چارې ترلاسه کړي، په یو خبري کنفرانس کې د پاکستان ولسمشر ته په ځواب کې وویل: "څنګه د یو داسې شخصي لیک ته ځواب ورکړو چې اساسي قانون څخه یې سرغړونه کړې ده."

ښاغلي شریف ویلي چې دغه بهیر "غیرقانوني" دی.

دا پداسې حال ده چې عمران خان تیره ورځ د پاکستان د سترې محکمې پخوانی قاضي القضات گلزار احمد د سرپرست صدراعظم څوکۍ ته نوماند کړ.

ټاکل شوې وه د پاکستان پارلمان د اپریل په دریمه په یوه رای اچونه کې عمران خان سلب اعتماد کړي، خو ددې هیواد د پارلمان مرستیال قاسم خان سوري دغه بهیر فسخ کړ او د پاکستان ولسمشر د عمران خان په غوښتنه پارلمان منحل کړ.

د پاکستان ستره محکمه نن د اپریل په پنځمه (وري ۱۶) هم پدې هکله پریکړه کوي چې آیا ښاغلي سوري په پارلمان کې د رای ګیرۍ په مخنیوي سره د قانون خلاف عمل کړی او که نه.

د پاکستان ستره محکمه یوه ورځ وخت لري او سبا د اپریل په شپږمه باید خپله پریکړه اعلان کړي.


د پاکستان د اساسي قانون له مخې صدر اعظم چې د نه باور د رای سره مخامخ وي نه شي کولای چې د پارلمان د منحل کیدو غوښتنه وکړي.

پاکستان دخپل تاریخ په اوږدو کې څلور پوځي کودتاوی تجربه کړي او داسې ګمان کیږي چې دا ځل به هم په روان کړکیچ کې مداخله وکړي.

خو د پوځ ویاند بابر افتخار د امریکاغږ سره په خبرو کې دا ګمانونه رد کړل او وویل چې پوځ په اوسني سیاسي کړکیچ کې ښکیل ندی.

خو بیا هم منتقدین وایي د پوځ جنرالان په پرله پسې توګه په انتخابي حکومت کې نفوذ لري او د نظام په سیاسي جوړښت کې رول لري.

تر اوسه څرګنده نده چې د پاکستان محکمه به څه پریکړه وکړي او ایا عمران خان به هغه ومني او که نه.

په ۱۹۸۸ کال کې د پاکستان پخواني صدراعظم محمد خان جونیجو، وروسته له هغې سترې محکمې ته مراجعه وکړه چې د هغه وخت ولسمشر جنرال ضیا الحق، پارلمان لغو کړ.

محکمې ومنله چې د هغه حکومت د اساسي قانون برخلاف منحل شوی دی، خو پریکړه یې وکړه څرنګه چې انتخابات اعلان شوي ډیر ښه انتخاب د انتخاباتو تر سره کول دي.

پاکستان د خپل جوړښت راهیسې زیات سیاسي کړکیچونه تیر کړي او هیڅ یو صدراعظم ددې هیواد د ۷۵ کلن تاریخ په اوږدو کې ندی توانیدلی چې د خپل صدرات دوره بشپړه کړي.

XS
SM
MD
LG