د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو دفاع وزارت سرپرست: د خپلې عقیدې او ملي ګټو خلاف د هیچا غوښتنې نه منو


د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد وايي، د خپلې عقیدې او ملي ګټو خلاف د هیچا غوښتنې او فرمایشات نه مني.

نوموړي نن جمعه د اګست ۲۰ (زمري ۲۸) «د افغانستان د خپلواکۍ بیرته اخیستلو د ۱۰۳ کالیزې» په مناسبت وینا کې وویل چې د طالبانو حکومت داسې تعامل نه غواړي چې په خبره یې استقلال یې تر سوال لاندې راشي.

هغه وویل: "موږ د خپلې عقیدې او ملي ګټو په خلاف، د هیچا اوامر، فرمایشات او غوښتنې نشو منلئ. موږ تعامل غواړو، د هیواد پرمختګ غواړو، موږ د اقتصاد قوت غواړو، موږ سیاسي پرمتخګ غواړو، موږ په نظامي میدان کې د سیمې په سطحه یو قوي ځواک غواړو، خو دا په دې قیمت نه غواړو چې ازادي او استقلال مو تر سوال لاندې راشي."

دا په داسې حال کې ده چې د تیر څه باندې یو کال په تېرېدو سره تر دا مهاله د طالبانو حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له دغه هیواد سره د نړیوالو ټولنو مرستې کمې شوي او په کور دننه د کار او پانګونې د کموالې له امله په دغه هیواد کې د اقتصادي بحران پراخېدو په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزیر وویل کوم مشکلات چې اوس دوی ورسره مخ دي په خبره یې ژر به ورڅخه ووزي او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د موجوده مادي ستونزو په اړه باید وارخطا نشي.

هغه د کوم چا یا هیواد له نوم یادولو پرته وویل چې ډېرې کړۍ هڅه کوي خپلو «شومو» اهدافو ته د رسېدو لپاره افغانان د ژبې، قوم او سمت په نومونو سره وجنګوي. هغه ټينګار وکړ چې هیڅ کله باید یاده موقع چاته ورنکړل شي.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت «د افغانستان د خپلواکۍ بیرته اخیستلو ۱۰۳ کالیزې» په مناسبت اعلامیه کې هم ویلي چې: " 'اسلامي امارت' د دې هېواد د یو خپلواک او بشپړ مشروع نظام په توګه د تل لپاره د دې لوړ ارزښت ساتنې ته ژمن دی او له سیمې او نړۍ سره د اسلام د مبارک دین پر اساس ولاړو اړیکو غوښتونکی دی."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده پرون پنجشنبه اګست ۱۸ (زمري ۲۷) په کندهار کې د طالبانو له حکومت څخه د ملاتړ لویې ولسي غونډې ته وینا کې ویلي چې له نړۍ سره په ټولو هغه امورو کې تعامل کوي چې له شریعت سره په ټکر کې نوي.

ښځو او نجونو ته د کار او زده کړې حقوق ورکول، د قومي او مذهبي لږکیو د حقوقو تامینول، ټول شموله حکومت جوړول، له تروریستي شبکو سره د اړیکو قطعه کول او د افغانستان خاوره د نړیوالې ټولنې پر ضد نه کارول د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو حکومت په رسمیت پيژندلو اساسي شرطونه دي.

د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې د مشروعیت شرطونه یې پوره کړي، خو د افغانستان د ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزاړرت ځانګړي استازي رینا امیري تر دې مخکې ویلي و که چیري طالبان غواړي نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي باید د نجونو او ښځو حقوقو ته احترام وکړي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي تر امرثاني بند شوي چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

XS
SM
MD
LG