د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش ته یو لیک استولی او له هغه یې غوښتي چې په افغانستان باندې د پاکستان بریدونه وغندي.
د ښاغلي کرزي په رسمي ایکس حساب کې نن سه شنبه (اپریل اومه) لیکل شوي چې نوموړي په افغانستان باندې د پاکستان بریدونه د « نړیوالو اصولو او د ملګرو ملتونو د اصولو څخه سرغړوونه بللي او له ملګرو ملتونو څخه غوښتل شوي چې ویې غندي».
له شاوخوا دوو میاشتو راهېسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه روانه ده او پاکستان په کابل او د افغانستان په ځینو نورو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د تنظیم اداره (اوچا) وايي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په روانو شخړو کې ۹۴۰۰۰ خلک بې ځایه شوي او په نورستان کې د ۱۰۰زره کسانو د تګ راتګ لاره بنده شوې ده. دغه اداره وايي چې په دغو بریدونو کې ۲۵ روغتیايي مرکزونه او ۴۱ ښوونځي تړل شوي او ۳۴۵ کورونه ویجاړ شوي دي.
ښاغلي کرزي په لیک کې ویلي دي چې د پاکستان په بریدونو کې «انساني تلفات او ملي تاسیساتو ته پام وړ زیانونه» اوښتي دي.
د افغانستان د پخواني ولسمشر کرزي په ایکس حساب کې همدغه راز ویل شوي دي چې انتونو ګوتېرش ته په استول شوي لیک کې ویل شوي: «پخواني ولسمشر په دې ټینګار سره چې د پاکستان تګلاره له څه باندې څلورو لسېزو څخه راهېسې په سیمه کې د نفوذ د وسیلې په توګه د اورپکۍ او افراطیت کارول دي، د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه وغوښتل چې د بریدونو د تکرار او د افغانستان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د سرغړونې مخه ونیسي او د شخړې په کمولو سره سیمه د تاوتریخوالي له منګولو څخه خلاصه کړي.»
د ملګرو ملتونو سازمان او یا د انتونو ګوتېرش ویاند لا د ښاغلي کرزي د دغه لیک په اړه څه نه دي ویلي.
پاکستان تور لګوي چې په کابل کې د افغان طالبانو حکومت په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ (ټي ټي پي) مشرانو او غړو ته پناه ورکړې او دا غورځنګ له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونه پلانوي او تطبیقوي، خو افغان طالبان دا ادعاوې ردوي او وايي چې حکومت يې هېڅ یوې ډلې ته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې څخه د نورو په ضد کار واخلي.
پاکستان ادعا کوي چې په بریدونو کې یې د ټي ټي پي غړي او پوځي تاسیسات په نښه کړي، خو ملګري ملتونه وايي چې په دغو بریدونو کې لسګونه ولسي افغانان وژل شوي، زرګونه نور بې ځایه شوي او ولسي تاسیسات هم زیانمن شوي دي.
ښاغلي کرزي داسې مهال انتونو ګوتېرش ته په افغانستان باندې د پاکستان د بریدونو د غندلو په اړه لیک استولی، چې څو ورځې مخکې په چین کې د اسلام اباد او کابل ترمنځ خبرې پیل شوې چې روانې شخړې ته حل ولټوي.
څه موده مخکې سپینې ماڼۍ په دواړو خواو غږ وکړ چې د خبرو او دپیلوماسۍ له لارې ستونزو ته د پای ټکی کېږي.
فورم \ دبحث خونه