د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان نوي واکمن ایتلاف د پارلمان نوی رئیس وټاکه 


د پاکستان پارلمان
د پاکستان پارلمان

د پاکستان نوي واکمن ایتلاف نن د شنبې په ورځ اپریل ۱۶ (وري ۲۷) ددې هیواد د پارلمان د ولسي جرګې کنترول ترلاسه او نوی رئیس یې وټاکه.

د پاکستان د پارلمان د ولسي جرګې پخوانی رئیس او د هغه مرستیال چې دواړه د ګوښه کړای شوي صدراعظم عمران خان متحدین وو هڅه یې کړې وه چې په پارلمان کې ښاغلي خان ته د نه باور د رایې مخه ډب کړي، خو ددې هیواد سترې محکمې د هغوی دغه کار د قانون خلاف وباله.

د پاکستان ولسي جرګې بالاخره د تیرې یکشنبې په ورځ عمران خان له کاره ګوښه کړ او په پارلمان کې نوي واکمن ایتلاف خپل کاندید شهباز شریف د نوي صدراعظم په توګه وټاکه.

د پارلمان نوی رئیس یو پخوانی صدراعظم راچا پرویز اشرف دی چې د پاکستان د پیپلز ګوند غړی دی؛ کوم ګوند چې په نوي واکمن ایتلاف کې شامل دی. هغه د عمران خان د ګوند د نشتون په وجه پرته له کوم مخالفت څخه وټاکل شو. د عمران ګوند د دوشنبې په ورځ په ډله ییزه توګه د پارلمان نه استعفا وکړه.

د پاکستان د پارلمان د ملي اسامبلې د ولسي جرګې په ټویټر لیکل شوي چې « راجا پرویز اشرف د پاکستان د ملي اسامبلې د ۲۲ رئیس په توګه لوړه وکړه.»

د عمران خان د تحریک انصاف ګوند د غړو استعفاوی اوس د پروسیس په حال کې دي او که ومنل شي پاکستان به د پارلمان د ۱۰۰ څوکیو لپاره د دوو میاشتو په ترڅ کې انتخابات وکړي. دا به د ښاغلي شریف او د هغه د ایتلافي ملګرو لپاره یو سرخوږی او د عمران خان لپاره یو ښه فرصت وي چې ځان ته ملاتړ راجلب کړي.

تمه ده چې د پاکستان نوی صدراعظم شهباز شریف په راتلونکو ورځو کې پداسې حال خپله کابینه ونوموي چې نوی حکومت د یو شمیر پالیسو د بدلولو سره مخامخ دی، په ځانګړې توګه ددې هیواد اقتصاد چې د سخت کړکیچ سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG