د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ: امریکا د عمران خان په لیرې کولو کې لاس نه درلود


د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال بابر افتخار.
د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال بابر افتخار.

د پاکستان پوځ د مخکني صدراعظم عمران خان هغه ادعاوې رد کړلې چې ویلي یې و ددې هیواد په پارلمان کې د نه باور د رای ګیرۍ تر شا د متحده ایالاتو لاس و.

ښاغلي خان د واک څخه د لیرې کیدو وړاندې څو ځله ادعا کړې وه چې د نه باور رایه ګیري د پاکستان په سیاست کې د متحده ایالاتو د لاس وهنې یوه طرحه وه او ددې خبرې د ثبوت لپاره یې ویلي و چې په واشنګټن کې د پاکستان د سفیر لخوا ورته یو دیپلوماتیک لیک هم ورکړل شوی و.

خو د پاکستان د پوځ ویاند تورنجنرال بابر افتخار پنجشنبه اپریل ۱۴ (وري۲۴) په خبري کنفرانس کې د عمران خان د ادعا د رد کولو تر څنګ د امنیت شورا هغو اندیښنو ته هم اشاره وکړله چې ګواکې پکې ویل شوي و چې د ښاغلي خان د لیرې کولو لپاره دسیسه جوړه شوې وه.

ښاغلي بابر وویل، "تاسو کولی شئ په ښکاره توګه ووینئ چې آیا د دسیسې کلیمه پدې بیانیې کې یاده شوې که نه.زه داسې فکر نکوم".

د پاکستان د ملي امنیت شورا د همدې میاشتې په سر کې د هیواد په کورنیو چارو کې د بهرنۍ مداخلې د احتمال او پدې نوټ کې د غیر دپلوماتیکې ژبې په کارولو اندیښنه ښودلې وه.

د پاکستان د پوځ ویاند همدارنګه د عمران خان هغه ادعاوې هم رد کړلې چې ویل شوي و د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د ښاغلي خان او سیاسي مخالفینو تر منځ د منځګړتوب کړی و.

تورن جنرال بابر افتخار زیاته کړه چې په حقیقت کې د عمران خان د لوی درستیز څخه غوښتي و چې د سیاسي مخالفینو سره وغږیږي چې که د عدم اعتماد لپاره خپله غوښتنه بیرته واخلي، په سمدستي توګه انتخابات به وشي.

ویاند وویل، " باجوه سیاسي مخالفینو ته ورغی او دا غوښتنه یې ترې وکړله خو تر تفصیلي خبرو وروسته هغوي وویل چې دا ډول اقدام نکوي د خپلو پلانونو له مخې وړاندې ځي".

سره لدې چې عمران خان په یوې مرکې کې ویلي چې امریکا د افغانستان څخه تر وتلو وروسته په پاکستان کې د نظامي اډو غوښتنه کړې وه خو د پوځ ویاند وویل چې متحده ایالاتو هیڅ وخت د اډو غوښتنه نده کړې.

XS
SM
MD
LG