د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان دولتي بانک: افغانستان سره مرستو ځانګړی صندوق نه جوړوو


پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې ددې هیواد دولتي بانک د افغانستان سره د مالي مرستو لپاره د ځانګړي صندوق د جوړولو په اړه د پاکستان د مالي وزارت امر رد کړی دی.

د پاکستان دولتي بانک ویلي دي چې که د افغانستان سره د مرستو لپاره ځانګړی صندوق پرانیزي، د مالي اقدام کاري ډله (FATF) ښایي پر دې هیواد باندې نور محدودیتونه هم ولګوي.

د پیسو د غیر قانوني انتقال د مخنیوي نړیواله ډله (FATF) چې پیسو د سپینولو او ترهګرۍ د تمویل ضد یو نړیوال سازمان دی، پاکستان یې د پیسو د سپینولو او د ترهګرۍ د تمویل په برخه کې د پوره اقداماتو په نه کولو سره له پخوا څخه په خپل خړ لست کې شامل کړی دی.

د پاکستان د مالیې وزارت سکرټر حامد یعقوب شیخ، اکپرس تربیون ته ویلي دي چې پاکستان غواړي د افغانستان په اړه خپلې ژمنې پوره کړي.

پاکستاني کارپوهانو ویلي چې د افغانستان سره د مرستو لپاره د ځانګړي صندوق پرانستل ښایي پاکستان له ستونزو سره مخامخ کړي.

د پاکستان د مالیې پخواني وزیر حفیظ پاشا، ویلي دي چې ددې صندوق د جوړولو لپاره د څارنې سیستم ته اړتیا ده چې څرګنده کړي چې څوک څومره د افغانستان سره مرسته کوي.

د افغانستان بانکي سیستم د اګست د میاشتې راهیسې چې طالبان پر دې هیواد واکمن شوي تقریباً له کاره لویدلی، خو د طالبانو مقامات وایي چې دغه سیستم ډیر ژر په بشپړه توګه فعالیږي او ددې سیستم له کاره لویدل ردوي.

ددې تر څنګ غربي هیوادونو او متحده ایالاتو د افغانستان نژدې ۱۰ میلیارد ډالر پانګه کنګل کړې ده او د افغانستان د نویو واکمنانو څخه یې غوښتي چې پدې هیواد کې ټولشموله حکومت رامنځته کړي او د اقلیتونو، ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي او د ښځو کار او د نجونو تحصیل ته زمینه برابره کړي.

د پاکستان حکومت ددې هیواد د دولتي بانک د خپلواکۍ مسوده تصویب کړې چې له مخې یې دغه بانک د حکومت له مداخلې پرته تصمیمونه نیسي.

د پاکستان د صدراعظم دفتر تیره ورځ وویل چې عمران خان لارښونه کړې چې په افغانستان کې د بشري کړکیچ د حل لپاره دې هیواد ته د طب، معلوماتي تکنالوژۍ، محاسبې او مالي برخو لپاره بشري قوه واستوي او په اړه د دوستو هیوادونو سره دوه اړخیزه همکاري هم وارزوي.

خو د هغه دغه څرګندونې د افغانستان د پخوانیو مقاماتو د سخت غبرګون سره مخامخ شوې او هغوی دغه وړاندیز د افغانستان په چارو کې مستقیمه مداخله وبلله، خو د طالبلنو مقاماتو ویلي چې د ښاغلي خان خبرې تحریف شوي دي.

XS
SM
MD
LG