د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني چارواکي: د پاکستاني طالبانو ویاند له بند څخه تښتېدلی


په تصویر کې چپ لاس ته سپنیې جامې په تن د طالبانو ویاند احسان الله احسان دی
په تصویر کې چپ لاس ته سپنیې جامې په تن د طالبانو ویاند احسان الله احسان دی

په پاکستان کې چارواکي‌ وايي د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان د حکومت له توقیف خانې څخه تښتېدلی دی.

د پاکستان پوځ وايي‌ چې احسان الله احسان شاوخوا دوه کاله مخکې ځان پوځ ته تسلیم کړی و. پاکستاني چارواکي داسې مهال له توقیف څخه د هغه د تښتېدو خبره کوي چې څو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې هغه ته منسوب یو غږیز پیغام خپور شو. په پیغام کې هغه ادعا کوي چې له توقیف خانې څخه تښتېدلی او اوس په ترکیه کې دی.

د پاکستان یوې امنیتي سرچېنې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې احسان الله احسان د اورپکو په

پېژندلو او موندلو کې د هغوی لپاره یوه غټه سرمایه وه. وايي هغه د اورپکو سره په جګړې کې د پاکستان د پوځ سره مرسته کوله.

دغې سرچېنې تائید نکړه چې احسان الله احسان دې په ترکیه کې وي او دا یې هم ونه ویل چې هغه څنګه او کله له توقیف خانې څخه تښتېدلی دی.

احسان الله احسان په ۲۰۱۷ کې د پاکستان پوځ ته ځان وسپاره او بیا په یې په تلویزون کې یوه مرکه وکړه، خو د هغه مرکې په پاکستان کې د یو شمېر خلکو غوصه وپاروله.

دوی ادعا لرله چې دغه کس د پاکستان د حکومت کس دی او حکومت ورانکاریو ته ګمارلی و چې یو شمېر بې ګناه خلک یې ووژل.

د پاکستاني طالبانو تحریک په دغه هېواد کې په یو شمېر خونړیو بریدونو تورن دی. تر ټولو خطرناک برید یې څو کاله مخکې په پېښور کې په پوځي ښوونځي ډله ایز ځانمرګي بریدونه وو چې لسګونه ماشومان په کې ووژل شول.

احسان الله احسان چې هغه مهال د پاکستاني طالبانو ویاند و، له رسنیو سره به یې په خبرو کې د دا ډول ټولو بریدونو مسولیت په غاړه اخیسته.

XS
SM
MD
LG