د لاس رسي وړ اتصالات

نبیل کابل ته د جنرال مختار سفر غولونکی بولي


جنرال مختار د آی اس آی د رئیس په توگه له ټاکلو وروسته د لومړي ځل لپاره افغانستان ته سفر کوي
جنرال مختار د آی اس آی د رئیس په توگه له ټاکلو وروسته د لومړي ځل لپاره افغانستان ته سفر کوي

د پاکستان د استخباراتو مشر په سه شنبې کابل ته ولاړ خو د سفر اجنډا او نور جزئیات یې ډیر ندي څرګند.

د پاکستان او افغانستان د استخباراتو مشرانو د سه شنبې په ورځ په کابل کې رسمي خبرې وکړې. د دوی خبرې پر امنیتي مسایلو او د ترهگرۍ ضد مبارزه کې په همکارۍ څرخیدې.

افغان او پاکستاني منابعو د امریکا غږ ته ویلي چې کابل ته د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی رئیس ډگرجنرال نوید مختار د سه شنبې د ورځې سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي تاسیساتو پر سر د خرابو شویو اړیکو د ښه کیدو په مقصد شوی دی.

جنرال مختار د خپل افغان سیال محمد معصوم ستانکزي سره کتلي خو سمدستي د خبرو جزیات نه دي په ډاگه شوي.

جنرال مختار د آی اس آی د رئیس په توگه له ټاکلو وروسته د لومړي ځل لپاره په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې د دواړو هیوادونو اړیکې خورا خړې پړې شوې دي.

د نبیل نیوکې

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل، د امریکا غږ ته ویلي چې کابل ته د ښاغلي مختار سفر په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینگیدو په خاطر نه بلکه د پاکستان د شومو موخو د ترلاسه کیدو په خاطر طرحه شوی دی.

ښاغلي نبیل وویل چې په څلورسوه بستریز روغتون او د بلخ په ٢٠٩ شاهین قول اردو باندې حملې او همداشان د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند احسان الله احسان د "حقیقت نه لېرې مرکې" خپرول د جنرال مختار د سفر لپاره یوه پیلامه وه چې پر کابل باندې فشار راوړي او د پاکستان د پیغام د منلو لپاره یې اماده کړي.

ښاغلی نبیل وایي چې نوید مختار به په دغه سفر کې د پاکستان د پخوانیو پوځي او استخباراتي مشرانو په څیر تشې وعدې وکړي چې طالبان به د خبرو میز ته راکش کړي او د افغانستان د دولت پر ضد ددې ډلې د پسرلنیو عملاتو مخنیوی به وکړي چې دغه ټولې به "تشې وعدې" وي.

له بلې خوا ټاکل شوې چې جنرال مختار به د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره هم وگوري. د پاکستان او افغانستان استخباراتي ادارو په ٢٠١۴ کې د ښاغلي غني د واکمنۍ له پیل څخه لږ وروسته د همکارۍ موافقه لاس کړه، چې دوه اړخیزو اندیښنو ته ځواب ووایي، خو د یو پاکستاني چارواکي په وینا دغه موافقه ناڅاپه رسنیو ته افشا شوه او ددغو همکاریو د پخیدو مخه یې ونیوله.

د پاکستان د آی اس آی د رئیس جنرال مختار سفر کابل ته د پاکستان د پارلماني پلاوي د سفر په تعقیب کیږي. د پاکستان د پارلمان د رئیس او د پلاوي مشر ایاز صادق ویلي چې "افغانستان مونږ ته د ورور په سترگه وکتل" او د هغه په وینا افغان چارواکو یې ښه میلمه پالنه کړې ده. هغه خپل سفر خورا بریالی او موثر گڼلی دی.

XS
SM
MD
LG