د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې پښتانه ملتپال: طالبان دې نجونو ته د زده کړو حق ورکړي

د خیبر پښتونخوا په سوات کې پښتنو ملتپالو او د سیمې نجونو د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د تعلیم دروازې ژر تر ژره پرانیزي.

په سوات کې د پښتنو د یوه ملتپال ګوند په ایالتي غونډه کې ګډون کوونکو پر نړۍ غږ کړی چې د نجونو پر زده کړې د بندیز خلاف غږ پورته کړي او د طالبانو حکومت اړ کړي چې د نجونو تعلیم ته اجازه ورکړي.

د پښتونخوا ګوند غړې لېمه یوسفزۍ وايي، په افغانستان کې دا وخت د خلکو د نورو حقونو سره له نجونو د زده کړې حق هم اخیستل شوی دی.

نوموړې وايي: "زموږ ټول ګوند دا غوښتنه کوي، د بشري حقونو له ټولو سازمانو او هم په افغانستان کې د طالبانو له حکومته، چې هغوی ته دي خپل بنیادي انساني حق ورکړل شي او هغوی ته دي د تعلیم حق ورکړل شي او د نجونو مکتبونه دي خلاص کړل شي."

په سوات کې د ملتپال ګوند په ایالتي غونډه کې د طالبانو حکومت د زور او ټوپک حکومت بلل شوی. ددې ګوند مشر خوشال خان کاکړ وايي، له کومې ورځې راهیسې چې له غیر جمهوري لارې په افغانستان کې حکومت بدل شوی، د نجونو پر زده کړه بندیز لګېدلی دی.

نوموړی وايي: "پښتونخوا ملي عوامي ګوند په خپله هره غونډه او ځای کې موږ دا غوښتنه کړې ده چې په کار دي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز باید ختم کړل شي."

په پاکستان کې که څه هم د طالبانو د اوسني حکومت په هکله د پښتنو ملتپالو نظرونه تقسیم دي،‌ خو د نجونو د تعلیم په هکله بیا ټول یوه خوله دي او بیا بیا په افغانستان کې له واکمنو طالبانو همدا غوښتنه کوي.

که څه هم طالبانو ویلي چې د نجونو پر زده کړو بندیز یو مخیز نه دی،‌ بلکې تر "امرثاني" دی، خو پښتانه ملتپال وايي، باید دغه امر په سمدستي توګه بېرته واخیستل شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG