د لاس رسي وړ اتصالات

پنتاگون وایي د سوریې په اړه یې پالیسي نده بدله شوې


د سوریې په منبج کې د امریکایي ځواکونو مرکز
د سوریې په منبج کې د امریکایي ځواکونو مرکز

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ څو ورځې وړاندې یو ځل بیا له سوریې نه د امریکایي ځواکونو د ایستلو غږ وکړ، خو د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وایي د سوریې په اړه د واشنگټن پالیسي نده بدله شوې.

امریکایي پوځي مقاماتو پدې څو وروستیو ورځو کې پدې ټینگار کړی دی چې امریکا ځواکونه به تر هغه په سوریه کې پاته شي چې د اسلامي دولت ډله په بشپړه توگه په هغه هیواد کې ماتې وخوري.

جنرال کینیت مکنزي د پنجشنبې په ورځ په پنتاگون کې خبریالانو وویل چې "په حقیقت کې {د سوریې په اړه د متحده ایالاتو په ستراتیژۍ کې} هیڅ ډول بدلون ندی رامنځ ته شوی". هغه پدې ټینگار وکړ چې د امریکا ځواکونه به تر هغه په سوریه کې پاته شي چې د داعش ډله په هغه هیواد کې د پوره ناکامۍ سره مخامخ شي.

د امریکا متحده ایالات اوسمهال په سوریه کې شاوخوا ٢٠٠٠ سرتیري لري چې د هغه هیواد په شمالي ښار منبج کې میشت دي. محلي ملیشه ځواکونه چې اکثر یې کردي جنگیالي دي د امریکایي قواو په ملاتړ یې د منبج سیمه د داعش له منگلو ازاده کړه.

د سپینې ماڼۍ چارواکو هم ویلي دي چې د سوریې نه د امریکایي قواو وتل او محلي ځواکونو ته د واک انتقال به هغه وخت وشي چې په سوریه کې نور د داعش گواښ له منځه لاړ شي، نو په هدمې خاطر د امریکایي قواو د ایستلو لپاره هیڅ تاریخ ندی ټاکل شوی.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي د سوریې په هکله پداسې حال کې گړیږي چې په تیرو دوو اونیو کې ښاغلي ټرمپ دوه ځلې دې ته اشارې کړې چې له سوریې نه د امریکا ځواکونو د ایستلو وخت رارسیدلی دی.

ښاغلي ټرمپ تیره سه شنبه په سپینه ماڼۍ کې د بالتیک هیوادونو له مشرانو سره په یو گډ خبري کنفرانس کې وویل "غواړم چې زمونږ ځواکونه بیرته هیواد ته راستانه کړم"، ښاغلي ټرمپ دا هم وویل چې پدې اړه به "ډیر ژر تصمیم ونیسم".

د ښاغلي ټرمپ د څرگندونو سره سره د متحده ایالاتو پوځیانو په احتاط سره ویلي دي چې امریکایي ځواکونه به تر هغه په سوریه کې پاته شي چې په هغه هیواد کې د داعش پر ضد مبارزه پای ته ورسیږي.

د امریکا د مرکزي قواو قوماندان جنزال جوزف ویتال هم د روانې اونۍ په پیل کې ویلي وو چې "د {سوریې} په ځینو سیمو کې هغوی {د داعش جنگیالي} شته او مونږ به په هغو سیمو کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړو."

جنرال ویتال پدې ټینگار وکړ چې په سوریه کې د ېبات لپاره دې ته اړتیا ده چې امریکایي ځواکونه هلته حضور ولري.

د امریکا متحدینو هم په سوریه کې د امریکایي ځواکونو په شتون ټینگار کړی دی.

XS
SM
MD
LG