د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا د امنیت او همکارۍ په غونډه کې د لاوروف د ګډون سره د پولنډ مخالفت ته د روسیې غبرګون


روسیې د شنبې په ورځ نومبر ۱۹ (لړم ۲۸) وروسته له هغه قهر او غصه څرګنده کړه چې پولڼد راتلونکې میاشت د اروپا د امنیت او همکارۍ په غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له ګډون سره مخالفت وکړ، مسکو دا اقدام "بې ساری او پارونکی" بللی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ددې غونډې په اړه وویل: "د ډسمبر په لومړۍ او دویمه نیته په لودز کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د وزیرانو په غونډه کې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له ګډون سره د پولنډ مخالف (بې ساری او پارونکی) دی."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، وارسا په دې کار سره نه یوازې ځان بې اعتبار کړ بلکې په ټوله کې یې د سازمان اعتبار ته نه جبرانیدونکی تاوان ورساوه.

پولنډ د جمعې په ورځ نومبر ۱۸ وویل چې د اروپا د بندیزونو په چوکاټ کې به لاوروف ته په یاد هیواد کې په جوړیدونکې غونډه کې د ګډون اجازه ورنکړي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان ریاست چې د پولنډ پر غاړه دی په یوې بیانیه کې وویل:" پلاوي باید د اروپايي ټولنې د اوسنیو مقرراتو سره برابر شي او داسې اشخاص شامل نکړي چې د اروپايي ټولنې له خوا پرې بندیزونه لګیدلي دي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ددې بیان په ځواب کې ویلي، پولنډ په دا ډول ناوړه پریکړو سره د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د کندې په طرف بیایي.

په بیانیه کې زیاته شوې چې دا اقدام به د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان څخه هغه وروستی چانس هم واخلي چې ښکاره کړي د امنیت د تقویت او همکارۍ د رامنځ ته کیدو په هدف جوړ شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تور لکولی دی چې د امنیت دا سازمان "د سیاسي نندارو او د روسیې ضد پریکړو" په یو مکان بدل شوی دی.

د هغه هیواد په بیانیه کې زیاته شوې" موږ په دې باور یو چې ټول معقول سیاستوال د دا ډول نه منلو وړ اقداماتو په اړه د روسیې د موقف پلوي کوي."

ټاکل شوېده د اروپا د امنیت او همکارۍ په غونډه کې د روسیي هیئت مشري د سرګي لاوروف پرځای په یاد سازمان کې د روسیې دایمي استازی الکساندر لوکاشیویچ ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG