د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې د پولیو مخکني قربانیان خلک واکسین ته هڅوي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

په فراه کې د ګوزڼ ناروغۍ قربانیان وايي چې ډیرۍ داسې کورنۍ یې د ماشومانو واکسین ته هڅولي چې له دې وړاندې یې د ګوزڼ ضد واکسین په برخه کې جدي پاملرنه نه کوله.

محمد قایم د هغو کسانو له ډلې څخه دی چې په ماشومتوب کې د کورنۍ د مشرانو د بیغورۍ له کبله د ګوزڼ د لا علاجه ناروغې د بدمرغه برخلیک قرباني شو او له ستونزو ډک ژوند ترې هره خوښي له منځه وړې.

نوموړي په ژوند کې د ناهیلۍ او کړاونو سره سره لوړې زده کړې کړي، او وايي هڅه یې داده چې د هېواد نور ماشومان د ده په څېر په تور برخلیک اخته نشي.

قایم امریکا غږ ته وویل: "له بده مرغه زما په څېر ډیری ماشومان د کورنیو د مشرانو د غفلت له کبله له واکسین څخه محروم پاتې شوي او دې خطرناکې ناروغي فلج کړي او اوس د کورنې او ټولنې د اوږو بار دي. زه په ټول توان کوښښ کوم چې ټولو کورنیو ته د ځان مثال ورکړم، خپل ستونزې ورته بیان کړم، خپل نا امیدي ورته بیان کړم چې پولیو تداوي نه لري."

د نوموړي په وینا، لا تر اوسه هم داسې کسان شته چې د ګوزڼ ناروغۍ د زیانونو او د واکسین په ګټو نه پوهیږي.

هغه زیاته کړه: "مونږ ته ډیر د افسوس ځای دی چې له کلونو کلونو مبارزې وروسته او دا چې زمونږ په څیر معلول او فلج کسان خپل په سترګو ویني او بیا هم خپل ماشومان نه واکسینوي."

اوس خو د واکسین رضاکاران کور په کور ګرځي او یو ماشوم هم که له واکسین څخه محروم شي نو د هغه ماشوم او نورو ماشومانو په حق کې لوی ظلم دی.

په ورته مهال، روغتیا پالان په ګوزڼ اخته کسان د یادې ناروغۍ د زیان او خطر هغه ریښتني انځور بولي چې هیڅ څوک ترې انکار نشي کولای.

په فراه کې ډاکتر محمد هاشم صمیم امریکا غږ ته وویل:" ولس او خلک داسې کسان چې په دې ناروغۍ باندې اخته شویدي ویني او عبرت ترې اخلي. هغوی ویني چې میندو او پلرونو یې بیغوري کړې ده او خپلو ماشومان ته یې پر وخت واکسین نه دی ورکړی نو ډیرۍ میندې او پلرونه له دې څخه پند اخلي او کوښښ کوي چې خپل ماشومان واکسین کړي."

تجربو ثابته کړې ده چې په ګوزڼ اخته کسان د کورنیو مشرانو ته د واکسین د توصیې په برخه کې د پام وړ اغیز لري او د هغوی باور په بېسارې ډول بدلولای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG